وروستۍ ملکي مرګ ژوبله د امریکا یوه بله دسیسه!

لیکوال: محمد ولید

د تېر اختر دوه اړخیزه اوربند په نړیواله او سیمه ایزه کچه ډیر استقبال شو، هغه اندیښنې چې د افغانانو او نړیوالو سره وې، یوازې او یوازې په دری ورځو کې ځواب شوې، کابو اتلس کاله افغانان د امریکائي جګړې قربانیان دي، مګر د اوربند پر مهال دا ثابته شوه چې افغانان خپلو کې سره جوړیږي خو که امریکا یې خپل سرنوشت ټاکلو ته پریږدي.

د اوربند څخه وروسته ډیرې هیلې را ژوندۍ شوې وې چې امریکا به نور د افغانانو له ځورولو څخه لاس په سر شي، متأسفانه چې امریکا د حقائقو په درک کولو سره بیا هم جګړه غوره کړه، د افغانانو او نړیوالو هیلې یې له خاورو سره خاورې کړې، یو ځل بیا یې د تېر په شان د خپل وحشت لمن پراخه کړه.

د تېرو څو ورځو راهیسې امریکائي یرغلګرو د هیواد په ګوټ ګوټ کې شپنیز عملیات او هوائي بریدونه ترسره کړل، چې د مرګ ژوبلې شمېره یې له سلو هم واوښته، چې د زرمت پيښه یې تازه او زړه بوږنوونکې بیلګه ګڼل کیږي، امریکائي ځواکونو په ډیره بې رحمۍ سره په زرمت کې د ولسي وګړو په کورونو وحشیانه بمباري وکړه، چې یوازې د یوې کورنۍ ۱۹ کسان پکې قرباني شول، آن تر دې چې د امریکائي ځواکونو د وحشت له وجې د پيښې قربانیان په کابو یوه ورځ تر خاورو لاندې پراته و، چا چې د دوی ژغورنې ته ور ودانګل نو هغوی یې هم په نښه کړل.

د ګډو ځواکونو پورنئ وحشت څه نوې خبره نه ده؛ بلکې د تېرو اتلسو کلونو په اوږدو کې یې له دې نه هم زیات وحشت ترسره کړئ دی، د لسګونو زره افغانانو ژوند یې ګواښلئ دی، څوک یې په خپل کور کې خواږه خوب باندې ویده وژلي دي او څوک لا تراوسه پورې په باګرام او پلچرخي کې بې سرنوشته پراته دي، د زندان تورو تیارو کې د مایوسۍ شپې او ورځې سبا کوي.

امریکا یو ځل بیا د مظلومو افغانانو له کړولو څخه خوند اخلي، په یو نوم او بل نوم یې وژني، د خپلو ګټو په خاطر یې نړیوال بشري قوانین تر پښو لاندې کړي دي، په داسې حال کې چې بیا د بشردوستۍ دعوه هم کوي، ترڅو چې خپله ملامتیا د افغانانو په اوږو بار کړي.

د امریکا وروستي نه بښوونکي جنایتونه چې یوازنۍ موخه یې افغانستان کې دوامداره جګړه او خپلې ګټې دي، یو زړه بوږنوونکی او نه هیریدونکی جنایت دی، چې هیڅکله به د تاریخ له پاڼو څخه ونه وځي، او څوک چې د امریکا د بقاء لپاره هلې ځلې کوي او په افغانستان کې د دوی موجودیت د افغانانو په ګټه ګڼي او یا هم د دوی وروستي جنایتونه د مادیاتو په مقابل کې توجیه کوي، د قیامت په ورځ به د مظلومو افغانانو د هر څاڅکي وینې حساب ورکړي.

امریکا غواړي چې افغان وژنه نوره هم دوام ومومي، د سولې غوړیدلې غوټۍ وریژوي، ترڅو چې افغانان د آرامۍ احساس ونه کړي او د تل لپاره د جګړې قربانیان وي، متأسفانه چې ګډ حکومت هم د دوی جنایت توجیه کوي، او د ملکي مرګ ژوبلې پر وړاندې یې د تل لپاره ژوره خاموښي اختیار کړې ده، د بهرنیانو څخه د افغانانو د وینې د پوښتنې جرأت نه کوي.

یادونه: محصلین سایټ کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

 

سرچینه: محصلین

x

Check Also

«علماء السلطان» / د واکمنو ملايان

عبدالمالک همت “علماء السلطان” (د واکمنو ملايان)، دا يوه اصطلاح ده چي ...