افغانستان

هلمند کې پر پوځي مرکز موټربم بريد شوی

(کابل ټکی کام):

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۳) د هلمند د والي وياند عمر زواک وايي، د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه ښار د پنځمې حوزې مربوط سيمه کې پر يوې پوستې موټربم بريد شوی دی.

يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، په بريد کې دوه پوليس وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

که څه هم د والي وياند په لومړيو معلوماتو کې ازادي راډيو ته د موټربم چاودنه د پنځمې حوزې اړوند ښودلې خو ځينو نورو رسنيو د نوموړي له قوله ويلي چې دغه بريد د نادعلي ولسوالۍ او چانجير سيمې تر منځ د کوچيانو په نوم د پوليسو پر يوه مرکز شوی چې مرګ ژوبله يې اړولې ده.

پېښه نن غرمه د دولس بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.

که څه هم عمر ځواک وايي، موټربم مخکې هدف ته تر رسېدو د عسکرو له لوري ويشتل شوی او له منځه تللی خو سيمه ييزو امنيتي سرچينو ويلي په چاودنه کې عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه دي شوي.

ويل کېږي، دغه چاودنه د يوه سرتيري بريدګر له لوري شوې چې خپل موټر کې يې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي و.

تر دې مخکې د طالبانو له خوا په هلمند کې په دولتي عسکرو او بهرنيو ځواکونو موټربم سرتيري بريدونه او چاودنې شوي خو تر دې دمه د دغه بريد په اړه طالبانو څه نه دي ويلي.