افغانستان

جوزجان: جنبشیانو د ولایت مقام دروازه تړلې او والي يې کور ته لېږلی

(نن ټکی اسیا):

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په جوزجان کې د دوستم پلویانو د لاریونونو لړۍ تر دوولسمې ورځې اوږده شوه، دوی پرون د جوزجان ولایت د مقام دفتر وتاړه او د پوهنې ریاست دروازه يې هم قلف کړه.

سلام وطندار د ځايي لاریونوالو په حواله وايي چې د جوزجان والي نن هم ونه شو کولی چې خپل دفتر ته لاړ شي.

جنبشاینو د ولایت مقام مخې ته خېمې درولې او د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي، دوی وايي اعتراضونه به يې تر هغو دوام وکړي چې جنرال دوستم بېرته هېواد ته نه وي راغلی او قیصاري خوشي شوی نه وي.

جوزجان له څو هغو ولایتونو څخه دی چې د ټاکنو کمیسیون دفتر هم پکې قلف شوی دی.

سرچینه د دوو تنو لاریوانوالو تاج محمد جنبش او نور احمد له خولو لیکي چې ډېر ژر به د ولایتي شورا دروازه هم وتړي.

نږدې یوه نیمه اوونۍ وړاندې افغان حکومت د دوستم یو ټوپکوال او د ځايي اربکیانو مشر نظام الدین قیصاري ونیو چې په غبرګون کې يې لاریونونه په فاریاب، جوزجان، بغلان، هرات، سمنګان او بلخ کې لا هم روان دي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: جوزجان: جنبشیانو د ولایت مقام دروازه تړلې او والي يې کور ته لېږلی