په فراه کې د ملي اردو ۱۵ سرتېری وژل شوي

(کلید راډیو):

وسله والو طالبانو په فراه كې د ملي اردو ۱۵ سرتېري وژلي دي.
د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي دادالله قانع كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه په بالابلوك ولسوالۍ كې د ملي اردو پر پوستې بريد كړى، پوسته سقوط شوې او د ملي اردو ۱۵ سرتېري وژل شوي دي.
نوموړي زياته كړه، يو شمېر نور امنيتي سرتېري ټپيان او ځينې لادركه هم دي.
د قانع په وينا، ياده امنيتي پوسته اوس هم د طالبانو په ولكه كې ده.
خو په فراه كې د ملي اردو وياند نورالحق خالقي وايي، طالبانو له بريد او امنيتي ځواكونو ته تر تلفاتو اړولو وروسته سيمه پرېښې ده.
د هغه په خبره، په جګړه كې دواړو لورو ته تلفات اوښتي، خو په اړه كره معلومات نه لري.
طالب وياند قاري يوسف احمدي په دغه بريد كې افغان ځواكونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړې ده.
ده ويلي، ملګرو يې له پوستې وسلې او مهمات وړي دي.
د يادونې وړ ده، چې دوه شپې وړاندې هم د دولت وسله والو مخالفينو د فراه ښار پر پنځمې امنيتي حوزې د بريد په ترڅ كې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

 

The post په فراه کې د ملي اردو ۱۵ سرتېری وژل شوي appeared first on pashto.

x

Check Also

حامدکرزي د سیکانو په مندر کې عبادت وکړ

(محصلین): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هندوستان په پنجاب ایالت ...