هلمند د خرما حاصلاتو ته مناسبه سیمه ده

(اریانا نیوز):

د هلمند ولایت د کرني ریاست مسوولین وایي، چي د هلمند هوا او خاوره د خرما د ونو د حاصلاتو لپاره مناسبه سیمه ده.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې ولایت کي له تېرو ۳۰ کلونو څخه د خرما وني په خپل سر شنې شوي؛ خو د القاح نشتون له کبله یې خرما نه نیوله.

د دوی په وینا؛ سږ کال له همدې خرما څخه القاح جوړه او د نورو خرماوو پر ونو شیندل شوې، چي ښه پایله یې ورکړې او هره ونه به سږ کال تر ۳۰ کیلو پوري خرما تولید کړي.

د دوی په خبره، چي د دولت له همکارۍ پرته یې په شخصي توګه څه باندې ۵۰۰ وني القاح کړي، چي ښه میوه یې نیولې ده.

x

Check Also

حامدکرزي د سیکانو په مندر کې عبادت وکړ

(محصلین): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هندوستان په پنجاب ایالت ...