لښکرګاه ښار کې د پولیسو پر یوه پوسته ځانمرګي موټر بم برید شوی

(خامه پریس):

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د پولیسو پر یوه پوسته ځانمرګي موټر بم برید شوی.
امنیتي سرچینې وایي پیښه د لښکرګاه ښار د لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې او په ترڅ کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک تائید کړه چې د لښکرګاه په مربوطاتو کې چاودنې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې د چاودنې په ترڅ کې د ملي پولیسو ۱۱ سرتېري ټپیان شوي او یو بل سرتېری خپل ژوند له لاسه ورکړی.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
هلمند د افغانستان په جنوب کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې امریکایي ځواکونو پرون ماسپښین د موسی کلا ولسوالی په مربوطاتو کې د طالبانو پر یوه غونډه د امریکایي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اښتې وه.

x

Check Also

هلمند كې ټرافيكي پېښې لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

(کلید راډیو): په هلمند كې د ټرافيكي پېښې له كبله لسو تنو ...