افغانستان

هلمند: موټربم برید ۱۲پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

(عزم ویب پاڼه):
عزم۱۳۹۷/۴/۲۳- د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د پولیسو پر یوه پوسته موټر بم برید لوی زیان کړی دی.
د هلمند امنیتي سرچینې وایي، چې پیښه دا لښکرګاه ښار لسمې امنیتي حوزې کې رامنځته شوې او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک پېښه تایید کړې او زیاتوي، چې د چاودنې په ترڅ کې د ملي پولیسو ۱۱ سرتېري ټپیان شوي او یو بل سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر اوسه هیچا یا ډلې د دې برید پړه نه ده منلې.

Tags