نړۍ

نواز شریف او مریم نواز اډیاله زندان ته لیږدول شوي

(عزم ویب پاڼه):
 
عزم: شنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۷) د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د مسلم لیګ ګوند مشر نواز شریف او لور یې مریم نواز بیګاه ماښام له لندن نه لاهور ته راورسیدل.
دوی دواړه له رارسیدو سره سم د قامي احتساب ادارې له لوري په لاهور ښار کې ونیول شول او له هغه ځای په الوتکه کې اسلام اباد او بیا د راولپنډی اډیاله زندان ته یوړل شول.
د پاکستاني رسنیو د خبر مطابق چې لاهور ته د نوازشریف او مریم نواز د رسیدلو تر مخ د قامي احتساب ادارې غړي تیار ولاړ وو چې د هغوی له رسیدلو سره سم یې دواړه ونیول.
نواز شریف او لور یې مریم نواز تیره ورځ له لندن ابوظهبی او بیا لاهور ته راغلل چې ماښام ۹:۰۰ بجې شاوخوا لاهور ته ورسیدل.
تیره اونۍ د پاکستان یوې محکمې د ناروا شتمنیو درلودلو په پار نوازشریف ته لس کاله او د هغه لور مریم نواز ته اته کاله او زوم کیفټن صفدر ته یې یو کال بند سزا واوروله چې هغه مهال نواز او لور یې لندن کې وو.
مریم نواز تیره ورځ په خپل ټویټر د بلار یوه ویډیو شریکه کړې وه چې هغه پکې ویلي وو څه چې ترې کیدل هغه یې د هیواد په خاطر وکړل ولس دې اوس خپله فیصله وکړي.