د یوې ناځوابې پوښتنې ځواب؛ د خپل عمر اندازه څنګه معلومه کړو؟

سرچینه: یورو نیوز
ژباړه: پاڅون بهرام خیل

د ییل پوهنتون څېړونکي د یوه داسې طبي ازمېښت په طرحه کولو بریالي شوي، چې په وسیله یې کیدای شي د انسان د عمر د اندازې په اړه په ډېر دقت سره وړاندوینه وشي.

د دغې څېړنې او کشف ډلې ویلي، چې دغه طبي ازمیښت د ۹ عواملو په پام کې نیولو سره ترسره کیږي او څرګندوي، چې د یوه انسان جسم د هغه له زیږیدو څخه تراوسه پورې څومره روغ پاتې او څومره نور مقاومت او دوام کولای شي؟

د ییل پوهنتون د دغو څېړونکو په باور د دغه طبي ازمیښت پایلې په ورته وخت کې د انسان واقعي هیله مندي خپل ژوند او راتلونکي ته په ډاګه کولای شي.

د انساني اضرارو متخصصه مرګان لویین، د ییل پوهنتون د دغه کشف د ارزښت په اړه وایي: ((د دغه ازمیښت له مخې هغه خلک او عوامل یې په نښه کولای شو، چې غیر طبیعي ژوند کوي او د تدریجي پړاوونو له تېرولو پرته زر زړیږي. دا ازمیښت په واقعیت کې هغه خلک تر څېړنې لاندې نیسي، چې له ډېرو ناروغیو سره مخ دي او د مرګ ګواښ تر نورو ډېر ورته متوجه دی )).

دغه متخصصه زیاتوي: (( د دې ازمیښت یوه بله ځانګړنه دا ده، چې له ناروغانو پرته روغ خلک هم ترې ګټه اخیستلای شي، یانې دوی کولای شي معلومه کړي چې د ژوند د دوام لپاره یې روغتیایي چمتووالی په کوم حد کې دی. دا طبي ازمیښت ځان ته د پېښیدونکو احتمالي ناروغیو له معلوماتو څخه هم روغ انسانان خبرولای شي)).

په ساده ژبه داسې ویلای شوو، چې دغه ازمیښت کولای شي د عمر په یوه معلومه موده کې د روغو انسانانو د ناروغیو د پېښیدو وړاندوینه وکړي.

له دې كبله دغه ازمیښت له دې څخه ډېر، چې د یوه چا د روغتیا اندازه وښيي، ورسره مرسته کوي، چې د خپل زړښت کچه وپېژني او د ژوند د بڼې او تغذیې سیستم له بدلون سره د خپل زړښت مرحله وروسته او د ځوانۍ موده وغځوي.

د دغه ازمیښت لویه ښیګڼه دا ده، چې خلکو ته د دوی ورپېښ لوړ صحي ګواښونه او د ګواښونو کچه د وقایي له لارو چارو سره روښانوي. د دغه ازمیښت له کبله د دې امکان رامنځته کیږي، چې په مناسب وخت کې یو څوک ځانته د ورپېښو ګواښونو تشخیص او معالجه وکړي.

ددې ازمیښت پایلې څرګندوي چې ښځې په عام ډول له نارینه وو څخه کم عمر لري او په چټکۍ سره زړیږي.

د څېړنو پایلې دا هم څرګندوي، چې که د چا طبیعي عمر له بیولوژیکي عمر سره یې له شلو تر نهه دېرشو کلونو پورې فرق ولري، د هر کال توپير له کبله یې د زر مړینې احتمال څوارلس سلنه زیاتیږي.
په دې مانا، چې که یو څوک له خپل هغه عمر سره، چې دغه طبي ازمیښت یې ورته وړاندوینه کوي، له شلو څخه تر نهه دېرش کلونو پورې د عمر توپير ولري، د هر کال توپير له کبله یې د زرمړ کیدو چانس څوارلس سلنه زیاتیږي.

دغه خطر د هغو خلکو لپاره، چې عمرونه یې له څلویښتو کلونو څخه تر څلور شپیته کلونو پورې وي، په سلو کې لس سلنه او د هغو لپاره، چې عمرونه یې له پينځه شپیته کلنۍ څخه تر څلور اتیا کلنۍ پورې دی، په سلو کې نیږدې اته سلنه دی.

د ییل پوهنتون د دغې څېړونکې ډلې یوه بله څېړنه څرګندوي، چې په ژوند کې محرومیت، د زده کړو د کچې ټیټوالی او ژور خپګان د زر زړیدو لاملونه دي.

x

Check Also

هغه خوندونه چې ټیکنالوژۍ ترې بې برخې کړي یوو

لیکنه: بشر دروېش هره پدیده خپلې ښیګڼې او بدګڼې لري. ټیکنالوژۍ که ...