نږه پښتو که ځیږه پښتو؟ | هارون سمون

د پښتو ژبې له ځیږوالي او تنافر منکرېدای نشو‍، پښتو په خپل ذات کې له عاطفې لرې نده، خو د یوه داسې قوم په برخه رسېدلې ده، چې تقریباً نیمه پېړۍ په جنګ، وحشت، تربګېنت، قتل، ظلم، کرکو، ناروا او د انساني حقوقو او ازادۍ په سلبېدو لګیا دی. ژبه په ذهن کې موجوده ده، ژبه لکه تفکر زموږ د مغز او ذهني نړۍ پیداوار ده، نه یوازې د غږیزو غړو د تماس او حرکت پیداوار.

د تفکر او ژبې ترمنځ د توپیر کرښه ډېره باریکه ده، حتی ځینې تفکر او ژبه یو ګڼي؛ که ژبه نه وي فکر بې مانا دی. ذهني او عیني ښکارندو ته په کتو موږ فکر کوو، که زموږ ذهني ژبه نه وای فکر مو نشوای کولای، د ښکارندو مجازي یا عینې تصویرونه زموږ د ذهن پر باریکو پردو راځي او حک کېږي، په دې توګه زموږ په ذهن کې ژبه منځته راځي.

له دې خبرو په زباد رسېږي، چې د عینې او ذهني جهان نقش ته په کتو ژبه له ذهن څخه را زیږي. دا خو واضح خبره ده، چې ژبه په ارتقا کې ده. د ژبې تکامل او ارتقا د ژبې د ویونکو لخوا صورت مومي؛ په بله وینا هره ژبه د همغه ژبې د ویونکو لخوا انکشاف کوي، پدې توګه ویلی شو، چې پښتو ژبه د پښتون انسان د ذهن په مرسته ارتقا کړې. پښتون انسان چې نیمه پېړۍ په جنګ، ټولنیز جبر او تشدد کې رالوی شوی دی، ایا دا جبر به د ده په ژبه کې نه راښکاره کېږي؟ طبعاً چې را ښکاره دی. د پښتون انسان په ذهن کې د جنګ څخه اخیستل شوی تصور او جنګي ذهنیت حک دی او دا په ژبه کې ورڅخه څرګند شوی دی.

دلته زه د پښتون پر عمومي ایډیالوژۍ بحث غزوم؛ زه پدې عقیده یم چې پښتون هم انسان دی او بله نړۍ نشي ورته جوړېدای، خو دا که څوک نه راسره مني، چې پښتون په جنګ او تشدد کې رالوی شوی دی له حقیقت به تېښته وي. دلته ښځه له ټولنې لرې ده او ژبه تر ډېره د ښځې په مرسته عاطفي کېږي له یوې خوا پښتون شپه ورځ د جنګ په ژبه خبره کوي بلخوا یې ښځینه برخه چې په ټولنیز او عاطفي ژوند کې رغنده برخه لري له سواد او تعلیم لرې ده، د ژبې په علمي ارتقا کې هېڅ ونډه نه لري، طبعاً چې د پښتون ژبه، به له ژبنیزې عاطفې لرې کېږي.

بله دا چې د نورې نړۍ په نسبت دلته عمومي ذهنیت لوېدلی دی، انسان چندانې ارزښت نه لري، له دې ځنګلیت ماډرن پښتون هم متاثر دی، ښه بېلګه یې د پوهنتون د استادانو ناسم او خشم چلند دی، هغوی ډېری پوهېږي، چې موږ په غلطه روان یو؛ خو بیا هم نېک چلند او سلوک نه کوي، دوی که هر څو نېک چلند وکړي، بیا هم قهر او تشدد ورڅخه کېږي، ځکه خو دلته هر انسان له وحشت متاثر دی.

سم سهي انسان به احساساتي شي او جنګ به وکړي او فورموله ده، چې هر انسان د خپلو احساساتو په کچ احمق وي.

نږه پښتو د همدې پښتون لخوا کره کېږي، او دا خو واضح ده، چې په عمومي سطحه پښتون له محیطي جبر ځورېدلی دی، که تاسو وګورئ، دوی چې کله ژبه کره کوي کاڼو غوندې سخت او ډبرین لغتونه جوړوي، دومره متنافر چې هېڅ ژبنیز غړي په حرکت نشي راوستلی. لکه: سړوپی، وچکرښی، ښویندی، لیکاڼی، غونډله، ګړ، کړ، غړبښاندې او….

زه وایم پښتون انسان هم ښه انسان دی او کېدای شي، خو ټولنیز جبر ځورولی دی او له مینې لرې پاتې شوی دی، نو ځکه یې ژبې ژبنیز خشم ته میلان کړی دی.

ژبه دې کره شي، خو د یوه داسې بنسټ لخوا، چې په هغه کې په پوره مانا ښه انسانان کار وکړي.

سرچینه: تاند

x

Check Also

د استاد ښکلي« ۲۵ کاله» نظم | نورالله زهير

۲۵ کاله د استاد اجمل ښکلي د نظم سرليک دی څو ورځي ...