امریکایان ولي له طالبانو سره مخامخ کیدو ته ځان نه ټینګوي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

وروسته تر دې چې وړمه ورځ معتبرې امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز خبر ورکړ چې د ولسمشر ټرمپ ادارې خپلو لوړ پوړو دیپلوماتانو ته امر کړی چې له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو هڅه وکړي د افغاني سیاستوالو لخوا دا خبر په ډیرې خوښۍ استقبال شو.

پر دې سر بیره د نیویارک ټایمز یاد خبر په نړیوالو رسنیو کې هم پراخ انعکاس وموند او هرې رسنۍ ورباندې بیلا بیل نظرونه خپاره کړل.

خو تر یوې ورځې تیریدو وروسته لومړی ورباندې د جنرال نیکلسن او له هغه وروسته د نورو امریکايي رسمي چارواکو په تیره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت غبرګونونه راغلل چې د نیویارک ټایمز د خپاره کړل شوي خبر رد او تکذیب یې کاو.

دا چې ریښتیاهم نیویارک ټایمز ورځپاڼې یاد خبر په دروغو نشر کړی او که امریکايي رسمي چارواکو هغه په دروغو تکذیب کړ بیله خبره او سپیناوی یې هم خپله په هغوي پوري اړه لري .

خو هغه څه چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه د نیویارک ټایمز او امریکايي رسمي چارواکو له ماجرا څخه څرګندیږي هغه دا چې امریکایان د افغانستان د لانجې د هواري په اړه تل له دغسې دوه مخې څخه کار اخلي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د امریکا په سطحه له مهمو او معتبرو ورځپاڼو څخه ګڼل کیږي ، هغه د خپل مطبوعاتي حیثیت د تحفظ په خاطر کله هم نه غواړي چې په دغه ډول مهمې موضوع کې له ځانه او یا هم دروغ خبر خپور کړي.

دا چې امریکايي سیاسي او پوځي چارواکي د نیویارک ټایمز نشر کړل شوی مهم خبر رد او یا تکذیبوي په حقیقت کې دا د امریکایي رسمي مقاماتو هغه ستراتیژي ده چې غواړي په دغه ډول خبرونو سره خپله د امریکايي ولس او یاهم په افغانستان کې د جنګیدونکو جنرالانو استمزاج وکړي چې څومره له طالبانو سره مخامخ مذاکراتو ته اماده او یاهم لیوالتیا لري.

هغه څه چې واقعیت دی هغه دا چې په افغانستان کې د امریکایانو په ټپه ولاړ حالت به هغوی یوه ورځ نه یوه ورځ حتما دیته مجبوري چې بالآخره دا د زهرو غوړپ تیر او له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کیني.

ځکه هغوی په تیرو ۱۷ کلونو کې د زر، زور، چل او فریب ټولې وسیلې کارولې او ټولې مطلقا ناکامې شوې دي ، اوس له دې ایکې یوې لاره بله هیڅ چاره نه ده ورپاتې.

فقط له طالبانو سره مخامخ مذاکرات هغه څه دې چې هم امریکا ته له هغه برخلیک څخه نجات ورکولای شي له کوم سره چې پخوانی لوی شوروي اتحاد په افغانستان کې ور سره مخ شو او هم له دې لارې د افغانستان جګړه تر ممکن حده پایته رسیدای شي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: امریکایان ولي له طالبانو سره مخامخ کیدو ته ځان نه ټینګوي؟!

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

ایران: د افغانستان د ستونزې اصلي لوری او لامل امریکا دی

د ایران د بهرنیو چارو زوارت ویاند بهرام قاسمي ویلي، په افغانستان ...