نظر او تحلیل

ټرمپ غبرګ مات شو !

لیکنه : الیاس تکل

له نن ۱۷ کال مخکې کله چې په ګران هیواد افغانستان باندې امریکا یرغل وکړو په هغه وخت کې جورج بوش ویل چي موږ به طالبان ژوندي پرې نږدو، په یوه اونۍ کې به یې ختم کړو، او د جګړي په پېل کې یې په اختاریه شکل طالبانو ته وویل چې یا به د جګړې په ډګر کې وژل کېږئ، یا به لاس تړلي تر زندانو ځئ، بیا له هغه نه ورسته بارک اوباما هم په خپل واک کې افواهات ویل، چې دابه وکړو هغه به وکړو،

د نن عصر فرعون ټرمپ هم چې کله واک ته ورسیدو، ده هم ویل چې پر طالبانو به په نظامي ډګر کې زیات فیشارونه راوړو، آن دا یې هم وویل چې د بمونو باران به هم پرې وکړو، مګر له ۱۷ کلنې جګړې نه ورسته یې ټولې نظامي، مذهبي، عقیدوي، او فکري، ستراتیژۍ پرله پسې ماتې شوي، هره حربه یې د مسلمانانو پر وړاندې وکاروله خو لله الحمد، اللهﷻ یې هره حربه ور شنډه کړه.

ټرمپ یو وخت طالبانو سره خبرو ته کېناستل د ځان توهین باله، او د سولې په اړوند خبرو ته يې د امریکا عظمت ته سپکاوی ګاڼه، خو دا دی د نن عصر هغه غرور صفته فرعون هم مات شو،

خو د ټرمپ له نوی پریکړې سره زیاتو افغانانو حیرانتیا وښوده، چې دا ‏۱۷ لس کاله امریکا د نړۍ زیاتو هیوادو سره د وسلې په مټ خبرې او ځواب ویلو، خو نن یې له یو داسی طاقت سره د مذاکراتو په اړه تیاری ونیولو کوم چې تر پرون یی د همدغه طاقت د ختمولو په اراده او په ټینک غزم راوتلې وه.

هو ! داخبره هم باید وکړم که امریکا وغواړي چې په افغانستان کې امن راشي، نو له دوه لارو کولی شي چې استفاده ترې وکړي:

لومړی دا چې د خبرو اترو له لارې له طالبانو سره د یو جوړ جاړي په ترڅ کې له هيواده پښې سپکې کړي.

دویم دا چې سم له لاسه خپل ځواکونه له هواده وباسي او افغان پرېږدي چې په خپلو منځو کې سره خبرې وکړي.

طالبان ځکه د امريکایانو په شتون کې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، چې دوی بې واکه دي، او د طالبانو اساسي غوښتنه نه شي پوره کولی چې هغه اشغال ختمول او د بهرنيو ځواکونو ایستل دي.

ټرمپ غبرګ مات شو !

ټرمپ نه یواځې په نظامي ډګر کې، بلکې په سیاسی ډکر کې هم ماتې ته غاړه کېښوده، او دا دی غبرګ مات شو،

د امریکا په ماتې نه یوازې افغانانو بلکې خپله یو امریکایي جنرال هم اعتراف وکړ چې ما باور نه کاوه چې افغان جګړه به دومره اوږدېږي او زمونږ مشران او جنرالان به پر لپسې سیاسي او نظامي ماتې خوري، او دا یې هم وویل چې ما فکر نه کاوه چې امریکا به طالبانو ته لاس اوږدوي او د نېغو خبرو وړاندیز به ورته کوي.

په پای کې دا خبره دیادونې وړ بولم، هغو کسانو ته چې د ټرمپ، د هغو د اتلافیانو، او د لاسپوڅو په نظامي، او سیاسي، ماته کې يې وړنډه اخستې، ورته وايم چې مغروره کیږئ مه، ځکه چې اصل ماتوونکې الله ﷻ دی، دا الله ﷻ نصرت وبولئ او شکر یې ادا کړئ.

سرچینه: محصلین