افغان ولس ته د ډاډ ورکولو لپاره یو وړاندیز

واحد فقیري

ټاکل سوې ده چي د متحده ایالاتو او د طالبانو تر مینځ به د سولي مذاکرات ډیر ژر پیل سي. او امید دئ چي لدې تاریخي خبرو راوروسته به دا روان جنګ ختم سي، او د افغان ملت اوږده غمیزه به هم پای ته ورسېږي. خو لکه څنګه چي ټولو ته معلومه ده اکثره افغانان د ۱۹۹۰ د کلونو داخلي جنګونو سخت ډارولي دي. اکثره افغانان اندېښنه لري چي هسي نه چي یو ځل بیا هغه تیري وحشتناکه حادثې تکرار سي. د افغانستان لوی ښارونه او ښارګوټي د داخلي جنګ د ښامار قرباني سي. لنډه دا چي تاریخ یو کرت بیا تکرار سي.

د افغانانو د دغو موجه اندېښنو د برطرفه کولو لپاره دا د طالبانو د مشرانو اخلاقي او ملي مسولیت دئ چي پدې اړه مخکي له مخکي یوه مختصره مګر باصلاحتیه اعلامیه صادره کړي. او د افغانانو همدې اندېښنو ته جواب ووايي. ځکه که چیري د طالبانو مسول کسان دا کار وکړي، دا به افغان ولس او جهانیانو ته اطمینان ورکړي. د خلګو تشویش به څه راکم سي، او مهم سیاسي مسایل به څه روښانه سي. دغه راز د دې حیاتي مسایلو په اړه به د طالبانو رسمي سیاسي دریځ هم څه واضح سي.

طالبان باید پخپله اعلامیه کي دا خبره په صراحت بیان کړي چي دوی د ۱۹۹۰ د کلونو له ترخو تجربو څخه د عبرت درس اخیستی دئ، او دوی وعده کوي چي د خپل توان سره سم به کوښښ کوي چي هغه ورانوونکي تجربې بیا تکرار نه سي. دغه راز، طالبان باید دا هم ووایي چي هغوی به د افغان د مدني ټولنو سره اوږه په اوږه همکاري وکړي. او د افغان مدني ټولنو موجه اندېښنو ته به مناسب جواب ووايي.

په همدې لړ کي، افغان منورین او تحصیل کرده قشرونه هم ځیني اندېښنې لري، ځکه اوسنی افغانستان د ۱۹۹۰ افغانستان نه دئ. ښارونه ستر سوي دي. مینځنۍ طبقه پراخه سوې ده. څه د پاسه سل پوهنتونونه فعال دي. تیکنالوژي او نړیوالتوب افغانستان د جهان سره وصل کړی دئ. او د خلګو اذهان او فکرونه بدل سوي دي.

البته ښکاره خبره ده چي د طالبانو په باره کي افغان مېرمني ځیني اندېښنې لري، او د هغوی دا اندېښنې تاریخي سابقه لري. دغه راز، افغان اقلیتونه هم پدې اړه وخت په وخت خپل تشویش څرګند کړی دئ. د طالبانو اعلامیه باید د هغوی اندېښنو ته هم قانع کونکي جوابونه ووايي، او د مشروع مدني ازادیو په باب هم خپل دریځ روښانه کړي.

بله موضوع چي باید د طالبانو د قطر دفتر ورته جدي توجه وکړي، هغه دا چي هغوی باید د مستقلو افغان وطنپالو شخصیتونو سره یوه رسمي غونډه ترتیب کړي. هغوی قطر ته ور دعوت وکړي، او د افغان مستقلو نخبه ګانو وړاندیزونه او اندېښنې واوري. دا به د افغانانو تر مینځ همکاري زیاته کړي، او د یوې متحدي جبهې چانس به ډیر کړي. ضمنا به دا کار یو دپلوماتیک تهاجم وي. ځکه نن سبا د دپلوماسۍ وخت رانژدې سوی دئ، او پدې برخه کي پېشقدمي به د ټولو سره زیاته مرسته وکړي.

ځکه که چیري د طالبانو او امریکایانو تر مینځ مذاکرات کامیابه سي، چي البته اکثره سوله پاله افغانان ئې موفقیت غواړي، طالبان به د افغانستان په سیاسي جوړښت کي درنه ونډه ولري. که چیري سر تا سري انتخابات وسي، په پارلمان کي‌ به هم د طالبانو د استازو مسولیت تر نورو ستر او دروند وي. نو بنا، دا د دوی ایماني وظیفه ده چي د مهمو ملي مسایلو په باره کي خپل موقف له افغانانو سره په شفافه توګه شریک کړي.‌

دغه راز، پدې اعلامیه کي باید د افغانستان ګاونډیانو او بین المللي ټولني ته د سولي او همکارۍ ښکاره پیغام او ډاډ نغښتي وي. مانا دا چي افغانستان به بیا د افراطیت مرکز نه جوړېږي، او پردیو افراطي ډلو ته به د افغانستان په خاوره کي د ټېک ځای نه ورکول کېږي. د افغانستان نوی او مشروع حکومت به بین المللي قوانینو ته احترام کوي، او په مهمو نړیوالو مسایلو کي به د یوه جوړونکي غړي په شان عمل کوي. البته افغانستان به خپل ملي استقلال ساتي. د خپلو تاریخي او فرهنګي میراثونو څخه به دفاع کوي. د خپلو ملي ګټو ساتنه به کوي، خو په سیمه ایز او جهاني سیاست به د یوه مسول غړي په څېر عمل کوي. او خپل نړیوال تعهداتو ته به پابند وي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: افغان ولس ته د ډاډ ورکولو لپاره یو وړاندیز

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

ایران: د افغانستان د ستونزې اصلي لوری او لامل امریکا دی

د ایران د بهرنیو چارو زوارت ویاند بهرام قاسمي ویلي، په افغانستان ...