نظر او تحلیل

ارګ: سوله پخپله کوو، جګړه په پردو

سرليکنه

امريکايي چارواکو چې د نيويارک ټايمز له راپوره مخ واړاوه، ارګ هم شونډې بوڅې کړې، وايي د افغان حکومت او وسله ‌والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د ”افغانانو په رهبري ترسره کېږي، امریکا په دغه پروسه کې د اسانتیاوو په برابرولو کې له افغانستان سره يواځې او يواځې همکاري کوي. “

 امريکايي چارواکو د نيويارک ټايمز له راپوره دا نتيجه واخیسته چې که طالبان او امريکا د افغانستان په مسئله سره خبرې وکړي، په افغانستان کې د ١٧ کلونو جګړه پای ته رسېږي، ځکه خو یې له خپلې کړې خبرې مخ واړاوه.

اما، هغه ارګ چې د نيويارک ټايمز د راپور له نشرېدا سره سم یې د نڅا لاسونه واچول، اوس یې د امريکايي چارواکو  په څېر پر خوله لاس کښېښود. رسنيو ته دومره وايي چې له طالبانو سره ”د خبرو لوری“ د افغانستان حکومت دی او هیڅ څوک نه شي کولای چې د افغانستان په ”استازولۍ“ له طالبانو سره خبرې وکړي.

افغان حکومت په دې ورستيو څو  کلونو کې له طالبانو سره د روغې جوړې په تړاو خپلې هلې ځلې تر پخوا ډیرې ګړندۍ کړې دي. له طالبانو سره د خبرو لپاره يې په وار وار په بېلابېلو هېوادونو کې غونډې او کنفرانسونه وکړل، خو هغه څه ته چې افغان حکومت او امريکا په تمه وو لاس ته یې رانه وړای شول.

 دمخه به افغان حکومت ويل چې له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې يواځې په افغان حکومت پورې اړه لري، خو د نيويارک ټايمز تر راپور وروسته ارګ د امريکا په وينا شخوند وواهه چې له طالبانو سره به خبرې افغان حکومت کوي، خو امریکا به هم د افغانستان د سولې په پروسه کې ګډون ولري.

 د افغان حکومت لخوا وړاندې کړل شوې د سولې طرحه  د کابل پروسې، ازبکستان په غونډو او په دې وروستیو کې د ناټو په سرمشریزه کې وړاندې شوه، چې د اروپایي ټولنې لخوا یې يو څه ملاتړ وښوول شو. خو په سعودي کې د افغانستان په اړه د علماوو کمرنګه او پيکه غونډې حالات دې  ته راورسول چې ټرمپ له طالبانو سره خبرو کولو ته اړ او بيا ترې انکار وکړي.

د افغانستان د مسئلې د حل په اړه امريکا او افغان حکومت څلور ځلې خپل دريځونه بدل رابدل کړل، خو طالبان، چې ټرمپ یې د فشار له ليارې خبرو ته کښېناستل غوښتل، پر خپل دريځ ولاړ پاتې دي. که څه هم ټرمپ له طالبانو سره د خبرو وينا وکړه اما طالبانو، چې تل یې د افغان حکومت پر ځای له امريکا سره پر خبرو ټينګار کړی، د ټرمپ په مقابل کې د هو او نه ځواب نه دی ويلی.

په کابل کې د امريکايي پوځونو ګوښه کړل شوي قوماندان، جنرال جان نیکولسن، وړمه ورځ په کندهار کې يوې غونډې ته وويل چې په سوله او جګړه دواړو کې له افغان حکومت سره ولاړ يو. خو اشرف غني او دفاع وزارت، چې په ځان کې د جګړې توان نه لري، وايي له طالبانو سره سوله پخپله کوو اما د امريکا له مرستې پرته يوه اوونۍ هم د جګړې توان نه لرو.

که امريکا په دې نظر وي چې طالبان په افغانستان کې د جګړې له ليارې کاميابې نه شي ترلاسه کولاى، نو امريکا هم په تېرو ١٧ کلونو کې په دې ونه توانېده چې د کابل حکومت او د دوی له پوځونو نيول شوې سيمې له طالبانو بيا ترلاسه کړي. هغه لهجه چې نیکولسن یې د طالبانو لپاره کاروي پخپله دې یې هم د ځان لپاره وکاروي.

په افغانستان کې د سولې او امن د مذاکراتو پیل ته تر اوسه زمينه نه ده برابره شوې، او امريکا هم په دې نظر ده چې که يو ځل د افغانستان د مسئلې د حل لپاره زمينه برابره شوه، بيا ورته په افغانستان کې د پوځونو د پاتې کيدو خپلسرى جواز نه پاتې کېږي.

 افغان حکومت په سعودي کې د علماوو له غونډې زياته تمه درلوده، چې په پرېکړه به یې په افغانستان کې روانه جګړه حرامه وبلل شي.  خو په سعودي کې پيکه او کمرنګې غونډې د امريکا اوافغان حکومت توقع پوره نه کړای شوه، ځکه خو افغان حکومت وايي چې سوله پخپله او جګړه په پردو (امريکا) کوو.

سرچینه: کابل ټکی کام