د یوناما له برکته د ولسي تلفاتو ډېرښت

نوري

څه باندې یوه نیمه لسیزه کیږي چې قریباً هر کال او یا په هرو درو څلورو میاشتو کې د ملګرو ملتونو د کابل سیاسي نمایندګۍ (یوناما) په افغانستان کې د ملکي تلفاتو تر عنوان لاندې یو احصائیوي راپور نشروي او په هغه کې له سل فیصده څخه د لږ کم تلفاتو پړه پر مجاهدینو وراچوي، امریکایي یرغل کوونکي او د هغوی افغاني لاسپوڅي ملګري دومره ملامتوي چې ګویا برائت ورکوي.

وړمه ورځ هم د یوناما دفتر یو راپور خپور کړ چې ویلي يې وو، دا کال ملکي تلفات ډېر اوښتي او اکثره یې طالبانو رسولي، امریکایانو او د هغوی ملګرو دومره تاوان نه دی اړولی.

راپور ویلي چې د بهرنیانو له لاسه فقط ٣٪ فیصده تلفات رسیدلي دي، ١٧٪ سلنه یې د هغوی د داخلي ملګرو لخوا دي او پاتې تلفات یې ګویا ټول طالبانو اړولي دي.

یوناما چې د کابل په دفتر کې یې د امریکایي سفارت په همغږۍ لسګونه پاڼې راپور کمپوز کړی او مالومات یې د کابل له حکومتي دفترونو او د غربي رسنیو له تبلیغاتي دستګاوو را ټول کړي، ویلي یې دي چې راپور یې مستند دی، ولي چې رسیدګي یې د هیواد هر کونج او کنار ته شوې او د هري پیښې ناپییلې پلټنه یې کړي ده؟!

په داسې حال کې چې د امریکایانو هغه بمبارونه یې له یاده ایستلي چې د غربي رسنیو په حواله په تېر٢٠١٧م کال کې په افغانستان کې امریکا ٢١ زره بمونه اورولي دي. له دې سره سره چې د «Military times» په نوم امریکایي ویب پاڼې له قوله، د امریکا پوځ په تېر ٢٠١٧م کال کې له ثبت شویو بمباریو څخه علاوه، ٤٥٦ داسې درانه بمونه اورولي، چې خورا دروند بشري زیان یې اړولی، خو امریکایي پوځ هغه له ثبت او رسنیو نه پټ ساتلي دي.

هغه ملکي تلفات چې د امریکایانو په بمباریو او شپنیو چاپو کې د افغان داخلي ګوډاګیانو په ملتیا رامنځ ته شوي، لکه د کندوز، ننګرهار، پکتیا، لوګر، ارزګان، فراه، هلمند او نورې پیښې یې بیلګې یادولای شو، یوناما هغه بالکل له یاده ایستلې، فقط 3٪ تلفات یې بهرنیو یرغلګرو ته منسوب کړي.

د یوناما په راپور کې بل جالب ټکی دا دی چې وایي د طالبانو د محاکمو له لوري چې څوک مجازات کیږي، دا هم دوی بشري تلفات ګڼلي دي او هغه قراردادیان چې له امریکایي پوځ سره راغلي، د هغوی وژل یې هم ملکي تلفات بللي، د کابل ادارې د هغو کارکوونکو چې پوځي دریشي یې نه وي اغوستي او د طالبانو لخوا په نښه شي، دا یې هم ولسي تلفات ګڼلي. بل دا چې له کومې سیمې نه مجاهدین پر دښمن ډزې وکړي او دوښمن یې په مقابل کې ړنده بمباري او یا ړانده هاوانونه وتوغوي او د هغوی په پایله کې عام خلک په شهادت ورسیږي، دا ډول ملکي تلفات هم یوناما طالبانو ته منسوب کړي.

لنډه دا چې دا ١٧ کاله د یوناما راپور په همدې شکل خپریږي، چې ظاهري بڼه یې د بشري خواخوږۍ وي، خو په حقیقت کې یرغلګرو قاتلانو ته مکمل برائت ورکول او ګوډاګیانو ته یې نسبي برائت ورکول غرض وي. د سیاسي دښمنۍ پر بنسټ مجاهدین په بشري زیان اړولو تورنوي، چې دا ډول بې انصافي او غیر عادلانه چال چلند نور هم د بشري تلفاتو لامل ګرځي؛ ځکه چې اصلي قاتلینو ته د یوناما په تبلیغاتي راپور کې هر ځل په سپینو سترګو برائت ورکول کیږي او هغوی د بیا لپاره مزید جرائت پیدا کوي، ترڅو نور ولسي وګړي تلف کړي او بشري جنایتونو ته ادامه ورکړي.

سرچینه: د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز

x

Check Also

د قطر پوهنتون د لیسانس سکالرشیپ

د قطر پوهنتون چې په نړیواله درجه بندۍ کې هم راځي، د ...