کونړ: داعشیانو ۱۲ ماین پاکان تښتولي

(طالب نیوز):

main-pakan-

طالب نیوز ــ پنجشنبه (۱۳۹۷/۴/۲۸): د کونړ چارواکي وایي: په یاد ولایت کې داعش ډلې د ماین پاکۍ د یوې ادارې ګڼ شمېر مسؤلین تښتولي دي
دوی وایي: د تښتول شویو ماین پاکانو شمېر ۱۲ تنه دی، چې پېچ درې ولسوالۍ نه تښتول شوي دي.
د کونړ د والي ویاند غني مصمم رسنیو ته وویل: د اریا په نوم د ماین پاکۍ موسسې ۱۲ کارکوونکي د پېچ درې ولسوال غونډې سر سیمه کې نن سهار تښتول شوي.
نوموړي وویل: دغه کسان د داعش وسلوالې ډلې له لوري په داسې سیمه کې تښتول شوي، چې د حکومت ولکه پرې نشته او نا امني پکې اوج ته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له تیرو څو میاشتو راهیسې داعش ډلې په پېچ دره کې پراخ فعالیتونه پیل کړي او د یادې ولسوالۍ مخابراتي شبکو پایې یې هم له منځه وړې دي.
په ورته وخت کې د والي ویاند وايي: د قومي مشرانو په منځګړیتوب د تښتول شویو کسانو د راخلاصولو هڅې پیل شوې دي.
تر اوسه اریا شرکت په دې اړه څه نه دي ویلي.
لا هم د تښتول شویو کسانو هویت نه دی څرګند شوی.
زلمی احساس

x

Check Also

میدان وردګ: ګډوځواکونو ۳۰۰ دکانونه نړولي،۵ تنه ملکیان یې شهیدان کړي

(کابل ټکی کام): (کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۴) له میدان وردګو ...