د ارګ خبرپاڼه

جمهوررئیس غني: موږ باید د ښوونځیو په جوړولو کې اغېزناک ودانېز میتودونه او محیطي شرایط په پام کې ونیسو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني  د پوهنې کال په خاطر د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ په سرخاب کلي کې د یوه ښوونځې د جوړولو لګښت ومانه.

په دې اړه  نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړو شویو مراسمو کې لومړی د پایتخت زون د پراختیا خپلواکې ادارې سرپرست فرهاد جلالزي د یاد ښوونځي په اړه چې ۳،۶ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي، معلومات ورکړل.

وروسته جمهوررئیس دمالیې وزارت معین خالد پاینده ته د ذکر شوي ښوونځي د جوړولو پیسې تسلیم کړې او وې  ویل:  سږکال د پوهنې کال دی او هیله لرم دغه پیسې چې ما د دې ښوونځي د جوړولو په خاطر ورکړې د هر افغان لپاره چې د ښوونځیو او پوهنتونو د جوړولو توان لري، یوه بېلګه واوسي.

هغه له ټولو والیانو او ښاروالانو وغوښتل چې د پوهنې کال د عملي کولو په خاطر د ښوونځیو  جوړولو عمومي حشر پیل کړي او دغه راز یې له هغو وطنوالو  څخه مننه وکړه چې د ښوونځیو جوړولو لپاره خپلې ځمکې ورکوي.

د هېواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې  وویل، موږ باید د ښوونځیو په جوړولو کې اغېزناک ودانېز میتودونه او محیطي شرایط په پام کې ونیسو. هغه اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې دغه  ښوونځی د شهید حشمت کرزي په نوم ونوموي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

x

Check Also

فارین افیرز: امریکا غواړي د افغانستان کړکيچ کې خپله ښکېلتيا کمه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۳۰) له امريکا څخه خپرېدونکې فارين افيرز ...