نظر او تحلیل

«علماء السلطان» / د واکمنو ملايان

عبدالمالک همت

“علماء السلطان” (د واکمنو ملايان)، دا يوه اصطلاح ده چي د هغو اشخاصو پر مجموعه باندي اطلاقېږي چي يو څه شرعي علم لري، خو په يو ډول نه يو ډول يې د يوه ټاکلي امير، قايد، زعيم، او پاچا د خدمت او ګټو د ساتلو لپاره په کار اچوی، که څه هم دا کار د علم يا شرعي نصوصو سره نه ښايي. خو دوی دا کار کوي او نصوص په يو ډول نه يو ډول داسي راجوړوي چي د دوی د حکامو او د هغو د لوړو او مشرو واکمنو د ګټو سره برابر سي. دغسي کسانو ته : ” شيوخ السلاطين”، “شعراء البلاط”(د پاچا د دربار شاعران) او “شيوخ البلاط”. (د پاچا د دربار شيخان)هم وايي.
په تېرو مهالونو کي د دغسي واکمنپالو ملايانو بېلګې ډېري سته خو موږ به يې دلته د څو بېلګو پر راوړلو بسنه وکړو.

بلعام (بلعوم) بن باعور د فلسطين دسيمي په ” موآب “ نومي ځاى کي يو عابد او زاهد عالم وو. د ده په باب دا مشهوره وه چي دعاوي يې قبليږي. دغه مهال پر دغه سيمه باندي بت پالونکي ظالمان واکمن وه. موسى عليه السلام د فرعون تر ډوبېدو وروسته د بني اسرائيلو پوځ چمتو کړ او پر دغه سيمه باندي يې د بريد کولو تکل وکړ.

کله چي د موسى عليه السلام پوځونه د موآب دروازې ته ورسېدل، نو د هغه ځاى پاچا بلعام ته وويل چي موسى عليه السلام ته ښرا وکړه چي له منځه ولاړ سي. بلعام واردواره له ښرا څخه ډډه وکړه، خو پاچا بډي ورکړې او په ښرا کولو راضي سو. اما کله چي يې ښرا پيل کړه، نو د ښرا پر ځاى يې له خولې څخه موسى عليه السلام ته د دعا الفاظ ووتل. بيا بلعام د پاچا نفرو ته دا مشوره ورکړه چي دوى دي خپلي ښځي د بني اسرائيلو خېمو ته واستوي، چي هغوى د دوى د ښځو سره په بد لمني (زنا) اخته سي. د بدلمنۍ دا ځانګړنه ده چي د لوى څښتن د قهر او غوسې لامل ګرځي. په دې توګه به بني اسرائيل د خپلو بدوکارونو په شامت د لوى څښتن له مرستي څخه بې برخي سي. لکه چي دغسي هم وسوه، بني اسرائيل په دې فتنه اخته سول، چي له امله يې په دوى کي د عذاب په دود د طاعون وبا خپره سوه او بلعام خسير الدنيا والاخره سو. د قرآن کريم د اعراف د سورې په ۱۷۵ تر ۱۷۷ آيتونو کي چي کومه کيسه راغلې ده مفسرين هغه د بلعام بولي. په بايبل کي هم دا کيسه په تفصيل سره ياده سوې ده. (وګورئ: شمېرني، ٢٢ تر ٢٥ بابونه او ٣١ : ١٦).

هيروديس د روم د امپراتورۍ له خوا په یهودیه کي ګوډاګی واکمن وو. هغه وغوښتل چي د خپلي ورېرې سره نکاح وکړي، خو یحیی عليه السلام فتوا ورکړه چي دا واده د موسی عليه السلام په شريعت کي حرام دی. واکمن لومړی هغه بندي کر او بيا يې سر ځني غوڅ کړ. د هغه مهال د يهودو ملايان د يحيی عليه السلام سره برناحقه مخالف ول، ځکه يې نو د دغه واکمن پر دغه ظلم خوښي څرګنده کړه. له دې امله لوی څښتن سبحانه يو بل ظالم پاچا بُختُنَصَـّر د دغه ځای پر خلکو مسلط کړ او ټول يې ووژل.

په تاريخ کي داسي هم سوي دي چي که به کوم واکمن له سياسي کشمکش او ناخوالو څخه بېغمه وو، نو به يې ملايانو ته دونه اړتيا نه لرله او د هغو پر ځای به يې په دربار کي شاعران او ټوکيان کښېنولي وه او د هغو پر شعرونو او ټوکو به يې خوند اخيست. وايي عبيد زاکانی چي په ټوکو او بې حيا شعرونو ويلو زيات شهرت لري، د اسلامي علومو تر زده کولو وروسته په معاني او بيانپوهنه کي يو کتاب د شيراز د واکمن ابواسحاق په نامه وکيښ او غوښتل يې دغه واکمن ته يې وړاندي کړي. څو ورځي پرله پسې د هغه دربار ته ورتی، خو ورته ويل کېدل به چي واکمن فرصت نه لري. پای ده د واکمن د مصروفيت پوښتنه وکړه، ور ته ويې ويل چي يو مسخره ټوکي کوي او پا چا خوند پر اخلي. نو عبيدزاکاني تعجب وکړ چي که سلطان ته نژدې کېده په ټوکو وي نو ولي دا خلک د علومو پر زده کولو باندي دوني خواري کاږي. بيا هغه وو چي ټوکي يې زده کړي او هم د خپل مهال د واکمنو په دربارونو کي منلی او مقرب سو او هم يې په يوه ټوکي شاعر زيات شهرت وموند.

ما د اسلامي عالمانو زيات کتابونه بيا داسي هم ليدلي دي چي ليکوال د خپل کتاب په سريزه کي کتاب د خپل وخت واکمن ته منسوب کړی او ډالۍ کړی وي او د هغه له مبالغې ډک صفتونه يې پکښي کړي وي. ان د ” نفحة اليمن“ ليکوال شيخ احمد بن محمد اليمني الشرواني د خپل کتاب د ليکلو باعث يو کافر (متی لمزډن) نومی بللي او د دغه کتاب په سريزه کي يې داسي ستايلی دی:

والباعث لما قد بذل الحقير في انتخابه وتصدی لجمعه وترتيب ابوابه هو انسان عين الفضل والفخار وبهجة محافل اهل العز والوقار صدر المدرسين مفيد الطالبين ذوالرای الصائب والفهم الثاقب صاحب التحرير والبيان والتقرير والتبيان من اشتهرت مکارم اخلاقه في کل موطن الشيخ العلامه الشهير متی لمزدن. بيا يې يو اوږد ۱۲ بيته شعر ورته ويلی دی.

داسي هم سوي دي چي ښکېلاکګرو ځيني ملايان خپل جاسوسان کړي او دنده يې ورکړې چي نورو واکمنو ته ځانونه نژدې کړي او د هغو احوال ښکېلاکګرو ته ورکړي. وايي چي د قاضي عبدالقادر پېښوري په نامه يوه ملا ته چي په قاضي قادرو مشهور وو انګرېزانو دغسي دنده وکړې وه او هغه په ظاهره د محمدزيو واکمنو په دربارونو کي د کار او خدمت په نامه بوخت وو، خو په اصل کي يې انګرېزانو ته جاسوسي کوله.

داچي په دې وروستيو مهالونو کي اسلامي عالمانو ضد او نقيضي فتواوي ورکړي دا خونو بېخي ډېري دي. د تېري پېړۍ په شپېتمو کلونو کي د جمال عبدالناصر په واکمني کي د مصر د ازهر پوهنتون امام الاکبر شيخ محمود شلتوت فتوا ورکړه چي د اسرائيلو سره سوله شرعاً حرامه ده. خو بيا همدغه شيخ شلتوت د انور السادات په واکمني کي فتوا ورکړه چي د اسرائيلو سره سوله روا ده او د کمپ ديود موافقه يې هم تاييد کړه ؟!

محمد متولي الشعراوي چي د قرآن کريم مفسر هم دی، د انور السادات په وختو کي د مصر د اوقافو وزير وو. د ۱۹۷۸ع، کال د مارچ پر ۲۰ مه د مصر د پارلمان په غونډه کي چي د اوقافو په وزارت کي د فساد په اړه د سادات پر ضد جوړه سوې وه وويل: ”له سادات څخه به پر هغه دنيا د هغو کارونو په اړه چي کوی يې هيڅ پوښتنه ونه سي“. له دې امله د غوندي برخه والو پر چکچکي کړې، خو د غونډي يوه غړي شيخ عاشور محمد نصر پر ناري کړه : ”له خدايه ووېرېږه هيڅوک له پوښتني نه دی ژغورلی“. خو شعراوي يې په جواب کي وويل:”زه خدای تر تا ښه پېژنم“.
کله چي د ۲۰۱۱ ع.کال په جنورۍ مياشت کي د حسني مبارک پر ضد د مصر خلک را پاڅېدل او د نظام له خوا د مظاهره چيانو ډېري ويني توی سوې شيخ يوسف قرضاوي خلکو ته عامه بلنه ورکړه چي د ۲۰۱۱کال د فرورۍ پر ۲مه دي د حسني مبارک پر ضد مظاهرو ته ووزي او د هغه د ايسته کېدو غوښتنه دي وکړي، همداراز قرضاوي په ټينګار سره وويل چي په دې لویه وګړنيزه مظاهره کي د ټولو خلکو ګډون شرعي او ديني واجب باله سي.
بيا دې فتوا ته ورته فتوا د ازهر يوه عالم شيخ سالم عبدالجليل ورکړه او ويې ويل چي : د مبارک پر ضد مظاهرې ته وتل روا تمرد باله سي.

خو د دې دواړو عالمانو د فتوا برعکس د دغه کال د فرورۍ پر ۱۵ مه د ازهر شيخ احمد الطيب فتوا ورکړه چي هرڅوک چي خلکو ته په مظاهرو کي د ګډون لپاره بلنه ورکوي په زړونو کي يې د ايمان زره لا هم نسته او په مظاهرو کي ګډون حرام دی او پر حاکم (واکمن) باندي خروج باله سي؟!

بيا دغه فتوا څو نورو عالمانو او ډېرو وهابيانو صحيح وبلل او د مبارک په وړاندي شهيد سوي کسان يې شهيدان ونه ګڼل.

کله چي په مصر کي د دغه هيواد اوسني طاغي عبد الفتاح السيسي د امريکې او سعودي واکمنو په ملاتړ يې کودتاوکړه او د دغه هيواد قانوني ولسمشر محمد مرسي يې له واکه وپرځاوه، د مصر يو مفتي علي جمعه د السيسي تر څنگ ودريد او هغه يې د مصر د خلکو ناجى وباله او د اخوان المسلمين د گوند مشران يې خوارج او باغيان وبلل او فتوى يې ورکړه چې هغه کس نيکمرغه دى چې دوى يې ووژل او يا دوى هغه وواژه.

د سعودي د لوی او نامتو مفتي شيخ عبد العزيز بن باز موقف د خليج تر دوهمي جګړې دمخه داوو چي د دښمن سره په جګړه کي له کفارو څخه مرسته غوښتل په قاطع او غوڅه توګه حرام کار دی او پر خپله دغه خبره يې په خپل کتاب” نقد القومية العربية على ضوء الإسلام والواقع“ کي په آيتونو او نبوي حديثونو استدلال کړی وو. خوکله چي د خليج دوهمه جګړه ونښته او د سعودي وارخطا واکمنو ابن باز ور وننګاوه هغه د غه فتوا چي په هغې کي يې له کفارو څخه د مرستي غوښتنه په قطعي توګه حرامه بللې وه په جواز بدله کړه او بيا يې هم له کتاب او سنتو څخه پر دې جواز باندي دلايل راوړل؟!

د دغي فتوا پر ضد له وهابيانو څخه يوازي نامتو محدث ناصر الدين الباني د نيوکي ږغ اوچت کړ، خو نورو ټولو وهابي عالمانو تاييد کړه او ډېرو په خپل وار د هغې د ملاتړ لپاره ډول ډول دلايل ويل.

د دغو وهابيانو د دغي فتوا پر ضد ډېرو جهادي ډلو او شخصيتونو د نيوکو چيغي پورته کړې او ابن باز او د هغه تاييدوونکي لوی سلفيان يې علماء السلطان او منافقين وبلل. دلته سړي ته ورپه يادېږي چي دغو وهابيانو څنګه په لومړيو وختونو کي د عثماني واکمنو سره هغه مهال جنګ جګړې پيل کړې چي عثمانيان د لوېديزو کفارو سره سخت لاس او ګرېوان ول او بالاخره يې عثمانيان د هغو سره د اوږدو جګړو په کولو سره داسي بې سېکه کړل چي اسلامي عثماني خلافت لوېديزيانو په ډېره آساني سره د تل لپاره ختم کړ. او بيا څنګه انګرېزانو ملک عبدالعزيز واک ته ورساوه او څنګه د سعودي واکمنو وهابيت د يوې پروژې په توګه تر دې وروستيو پوري د امريکايانو د ګټو لپاره په بېلو بېلو مسايلو کي، په افغانستان او نوره نړۍ کي د کمونيزم او په تېره د ايران د شيعه ګانوپه وړاندي استعمالاوه او اوس چي وهابيت ته څه اړتيا نسته څنګه يې لکه د ام خالي پوست او مندکه تر زبېښلو وروسته ايسته وغورځاوه.

دغو وهابيانو يوازي په سياسي مسايلو کي دغسي فتواوي نه دي ورکړي، بلکي هغو په دیني چارو کي تر دې لا ناوړي لاري را ايستلي او زيات ناسم احکام يې صادر کړي دي. موږ يې دلته تاسي ته يوه بېلګه وړاندي کوو:

د حضرت محمد مصطفٰى صلی الله عليه وسلم د مباركي روضې زيارت له داسي سترو اسلامي شعايرو څخه دى چي قلم يې له وصفه عاجز دى. د خير الرسل او خاتم الانبيا عليه افضل التحيات والتسليمات د سپېڅلى قبر زيارت ته چي څوك ورځي بايد د ده د زيارت په نيت ورسي. په دې کي هيڅ شرعي حرج نه سته. څوک چي تر مكې ورسېږي څنګه به د هغه چا زيارت ته نه ورځي چي دغه لار يې ورښوولې ده. زه خو فكر نه كوم چي داسي مسلمان دي وي چي په هر نامه مدينې ته ورځي او د زړه له كومي دې موخه او مقصد د ده مبارك زيارت نه وي. په مدينه منوره كي چي د مدينې د مسجد، نبوي مقبرې ، د اصحابو كرامو رضي الله عنهم د زيارتونو او نورو متبركو اماكنو په هكله د علماى كرامو په كتابونو كي څه لارښووني سوي دي د هغو سره سم زيارت كول داسي يوعمل دى چي اغېزه يې په بل هيڅ عبادت كي نه محسوسيږي او پايلي يې يوازي او يوازي موعظه حسنه او د آخرت ياد او تذكره ده او دا خو هماغه فوز العظيم باله سي اوبس.

خو دغه وهابي علما وايي چي:” د حج پر مهال د نبي كريم صلی الله عليه وسلم د مبارك قبر زيارت نه فرض دى نه شرط، لكه چي عام وګړي يې كوي. البته دا هغه چا ته مستحب دى چي د نبوي مسجد زيارت ته ولاړ سي يا هغه ته نژدې اوسيږي. د ليري اوسېدونكو لپاره يوازي د مبارك قبر د زيارت په نيت د اوږده سفر كولو اجازه نسته، بلكي مسنون داده چي هغه د نبوي مسجد په اراده سفر وكړي او چي نبوي مسجد ته ورسيږي، بيا د هغه صلی الله عليه وسلم د مبارك قبر زيارت وكړي. په دې ډول به د رسول الله صلی الله عليه وسلم د قبر زيارت د نبوي مسجد د زيارت تابع سي.

دغه راز دوی د زايرينو او حجاجو په وساطت د نبي صلی الله عليه وسلم په خدمت كي عرضونه لېږل ثابت نه بولي. مدينې منورې ته تر داخلېدو د مخه غسل كول مسنون نه ګڼي. د مدينة الرسول د دېوالونو په ليدو سره د دعا كول بدعت بولي. لوی څښتن دي دې وو ته هدايت وکړی.

موږ او تاسي ټول پوهيږو چي وحشي او خونخوري امريکې په افغانستان او عراق او د نړۍ په ډېرو نورو سيمو کي له ډېره مهاله د اشغال، جګړو او تېريو اورونه بل کړي دي او د هغې اوسنی ولسمشر ټرامپ په عامه نارې وهي چي د اسلام او مسلمانانو ضد دی او چي هره بدی يې په وس رسېږي ورسره کوي يې ان د دغه سرټمبه طاغي له شره د نړۍ کفري هیوادونه هم نه دي ژغورلي. د سعودي بې همتو واکمنو په دې وروستيو کلونو کي د خپلو خلکو دار وندار ټول تر امريکايانو قربان کړل او امریکې او ټرمپ ته د ذليلو او حلقه بګوشو مريانو غوندي چوپړ وهي. خو له بده مرغه د نړۍ د يونيم مليون مسلمانانو پر قبله باندي د مسلطو سعوديانو له خوا ټاکل سوی امام عبد الرحمن السديس د امريکا په نيويارک کي په یوه غونډه کي د برخي اخيستو پر مهال د يوې سعودي رسنۍ سره په مرکه کي وويل : ”سعودي او متحده ايالات په اغېز ښندلو کي د دې نړۍ دوه قطبه دي او نړۍ او انسانيت د امن، سولي، استقرار او پرمختک او غوړېدو ساحل ته رهنمايي کوي“؟! او بيا يې د امريکې ولسمشر او سعودی پاچا ته په دې چارو کي د موفقيت دعا وکړه؟!

نو ګران لوستونکې ! دا دی زموږ د کعبې امام ؟! دی چي د امريکې او ټرمپ داسي تعريف او تمجيد کوي له نورو جاهلو سيکولرانو څخه څه ګيله ده، وايي : کفري که از کعبه خيزد کجا ماند مسلماني.

د سوريې د طاغي بشار اسد د رژیم مفتي احمد بدرالدين حسون چي سني او شافعي مذهبه وو اوس درکرده لګيا دی د اسد، روس او ايران په پلوي فتواوي ورکوي. د سوريې رسمي رسنيو په دې وروستيو کي راپورونه ورکړل چي ده ويلي دي: ” اړينه ده چي په ښوونځيو کي د ديني روزني د مضامينو تدريس لغو سي، د زده کوونکو په اخلاقي روزنه اکتفا وسي او پر هيوادنۍ روزنه يې زیات تمرکز وسي، څو زده کوونکي د مذهبپالني او قومپالني له ذهنيت او طرز تفکر څخه ژغورلي اوسي“.

رسنيو د ده په باب دا خبرهم خپور کړی دی چي ده د آيرلينډ د پارلمان په وړاندي په خبرو کي وويل :” که د حکومت مشر عادل وي، نو په دې کي هيڅ ممانعت نسته چي د حکومت مشر مسيحي يا ملحد وي“.

د روان کال د وري په مياشت کي رسنيو خبر ورکړ چي د سعودي حکومت په لومړي ځل د پتو(ورقو) لوبې ته اجازه ورکړه او ددغي لوبې لپاره یې رسمي سیالۍ او جایزې اعلان کړې وي، چې د هغې رسمي پرانیستنه هم د حرم شریف د پخواني امام «شیخ عادل الکلباني» په لاس وشوه. عادل الکلباني په خپل ټویټر اکاونټ کې هغه انځور نشر کړ چې پتي يې په لاس کې دي او ګډونوالو ته یې ور ویشي. د پتو لوبه د مخه سعودي علماو حرامه بللې وه، خو اوس يې د کعبې پخوانی امام په خپلو لاسونو پرانيزي.

دغه راز همدې شیخ مخکې د سینما پرانیستل هم د سعودي د ځوانانو په ګټه بللې وه.

په تېر کال کي د سعودي د سترو علماوو د ټولنې يوه مشر غړي شيخ عبدالله المطلق وويل چې ښځه د چادرۍ په اغوستو نه ده مکلفه، په داسې حال کې، چې ښځه خپل ستر په خپله کولای سي. د ټولنيزو شبکو فعالانو ويلي، چې دا فتوا هم د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د هغه پلان برخه ده، چې غواړي سعودي له مذهبي حلقو ازاد او «ماډرن سعودي» جوړ کړي.

شیخ عبدالله المطلق وايي، چې د نړۍ نوي سلنه مسلمانانې ښځې چادري نه پېژني او موږ په مکه او مدينه کې پرهېزګارې ښځې ګورو، چې د قرآن کريم حافظانې هم دي، خلک د الله تعالی لارې ته دعوتوي، خو دوی هم چادري نه لري.

هسي که د دغو درباري ملايانو چپه او راسته فتواوي او څرګندوني څېړو، نو د بېخی زيات ډېرښت له امله به دا مقاله ډېره اوږده سي. بس دعا به کوو چي الله مو دي د دوی له حاله وساتي. يوه تونسي عالم شیخ بشیر بن حسن ډېر ښه ويلي دي چې په تېرو څو لسیزو کې د سعودي عربستان د رسمي دیني مراجعو فتواګانې د اسلامي امت د تباهۍ او بربادۍ لامل ګرځیدلي.

خو ښه به دا وي چی داسي ووايو : په نړۍ کي د اسلامي هيوادونو په معاصر تاريخ کي د علمای سوء او درباري عالمانو کړنو، ويناوو، فتواوو او يو له بله مخالفتونو او شخړو او جګړو هم مسلمانانو ته سترزيانونه اړولي، هم يې د اسلام نامه ته صدمه رسولي، هم يې د رښتينو اسلامي عالمانو د کار او هڅو مخه ډب کړې ده او اوس خو دادی د اشغالګرو امريکايانو په اشاره د اشغال پر ضد جهادي هلو ځلو ته «فتنه» وايي.

خو داسي فکر ونه سي چي ټول اسلامي عالمان د دوی غوندي دي. د عالم اسلام رښتيني، پوه، متقي، عاملين او پر دین مين او د قرآن او سنتو حاملين او غيور او د لوړ همت څښتن عالمان دومره ډېر دي چي دغه سرکاري عالمان او مفتيان دغومره لږ ورته ايسي لکه په سمندر کي يو څاڅکی.

ښه، اوس به وګورو چي رښتيني عالمان او مفتيان کثر الله امثالهم د دغو بې همتو علماء السلطان په هکله څه وايي:

دغسي عالمانو ته په عامه توګه د اسلام د حنفي فقهي په کتابونو کي ”ماجن مفتيان“ وايي او د دوی په اړه د فقهاوو کرامو حکم دادی چي دوی دي له فتوا ورکولو څخه منع سي. دکتور قاضي محمد حکيم حکيم د دوی ډېر ښه تعريف کړی دی، هغه وايي:

مَاجِنْ مفتي هغه ته ويل کيږي چي الهي شريعت ئې مسخره ګرځولى وي په خپلو ناروا فتواګانو دُنيوي او مادي گټې تر لاسه کوي د دربار په خدمت کې وي حلال حراموي او حرام حلالوي او د خپلو غرضي او مرضي فتواګانو په صادرولو د الله جل جلا له مخلوق بې لارې کوي دين ئې د دُنيا په لار کې دام ايښى وي او د مخلوقاتو وحشيان پرې را اړوي او هغوى تحميق کوي اسلامي شريعت حکم کوي چې د داسې مفتي بايد مخنيوى وشي او پر فتواگانو يې بنديز ولگول شي تر څو د الله دين او د الله مخلوق ددې بې لارې مفتي د زيان او ضرر څخه په امان کې پاتې شي. مشهور فقيه محمد خالد أتاسى رحمه الله د داسې مفتي او ده ته د ورته کسانو په اړه په خپل مشهور تأليف شرح المجله کې داسي فرمائي: ”و جواز الحجر على العاقل البالغ الحر عند ابي حنيفة رحمه الله تعالى في ثلاث: المفتي الماجن و الطبيب الجاهل و المکارى المفلس“ ژباړه: د امام ابو حنيفه رحمه الله په وړاندې پر درې ؤ کسانو که څه هم هغوى عاقل، بالغ او حُرْه وي بنديز لگيدلى شي چې هغه ماجن مفتي، جاهل طبيب او مُفلِس کرايه کښ وي( د اسلام په تاريخ کې تل ماجنو مفتيانو پر دين ډيره د شرم نه ډکه معامله کړيده او لدې لارې ئې هم دين او هم امت ته ستره صدمه رسولې ده او نه جبرانيدونکى زيانونه ئې ور اړولى دي ډير لرې نه ځو د مصر پر اوسنۍ روانه وضعه باندې يو ځغلند نظر اچوو. د مصر يو مفتي محمد جمعه د غاصب او کودتاچي عبد الفتاح السيسي تر څنگ ودريد کوم چې ستر علماني او بې دينه جنرال دى او هم د امريکې او اسرائيلو ايجنټ دي هغه ئې د مصر د خلکو ناجى وباله او د اخوان المسلمين د گوند مشران ئې خوارج او باغيان وبلل فتوى ئې ورکړه چې هغه کس نيکمرغه دى چې دوى ئې ووژل او يا دوى هغه وواژه.

په انټرنيټ کي د اسلام ويب د مرکز الفتوی په (222352) ګڼه فتوا کي د” حكم علماء السلاطين وحكم الرد عليهم وبيان ضلالهم “ تر سرليک لاندي داسي وايي:

”څوک چي په ناپوهي سره فتوا ورکړي يا حق ورمعلوم وي خو د هغه په خلاف فتوا ورکړي، نو ځان يې د ستر خطر سره مخامخ کړی دی، د ښکاره ګناه مرتکب سوی دی او عمل يې د ترټلي شيطان له چارو باله سي، لوی څښتن سبحانه فرمايي: ﴿ وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ (168) إِنَّمَا يَأْمُرُكُمْ بِالسُّوءِ وَالْفَحْشَاءِ وَأَنْ تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ (169) ﴾ [البقرة: ۱۶۸ – ۱۶۹]

ژباړه: او (په حلال والي او حرام والي او بدعتونو او ګنهونوکي) د شيطان پر پله مه روانېږئ (په شيطان پسي مه ځئ او حلال شيان حرام مه بولئ). باور وکړئ چي هغه ستاسي ښکاره دښمن دى. (هغه) تاسي ته امر کوي چي بد او د بې حيايى کارونه وکړئ (او بدۍ او ګناوي ستاسي په سترګو کي ښې ايسوي) او (تاسي هڅوي چي) پر الله باندي (د حلالو او حرامو او نورو په اړه) هغه خبري وتړئ چي تاسي يې (په حقيقت) نه ياست خبر(علم نه په لرئ).

او دا هغه کارونه دي چي لوی څښتن حرام کړي دي، لکه چي فرمايي:﴿ قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَالْإِثْمَ وَالْبَغْيَ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَأَنْ تُشْرِكُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَأَنْ تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ﴾[الاعراف: ۳۳]

ژباړه: (اى پيغمبره ! د غو مشرکينو ته) ووايه چي:” زما پالونکى د بې حيايى کارونه (بد فعلونه) حرام کړي دي، ښايي دغه بې حيايي په ښکاره وي، که په پټه. دغه راز يې (هر ډول) ګنهونه (په مطلقه توګه) او (له هغو څخه يې ډېره لويه ګناه، يعني) پر خلکو باندي په ناحقه زياتى(ظلم) حرام کړى دى(ځکه دا له حق څخه تېرى دى او په هيڅ ګون سم کار نه دى). او دا خبره يې حرامه کړې ده چي تاسي د هغه سره (په عبادت کي) کوم داسي شى شريک وګڼئ، چي په هکله يې الله کوم دليل نه وي نازل کړى. او دا خبره يې حرامه کړې ده چي تاسي پر الله باندي هغه خبري وکړئ چي په حقيقت يې نه ياست خبر. (هغه خبري په الله پوري په افترا او درواغو وتړئ چي هغه نه وي مشروع کړي، لکه دا چي ادعا کوئ چي لوى څښتن زوى لري او ځيني حلال کالي او خواړه حرام ګڼئ).

او د عالم له خوا د هغه د نفسي هوا او غوښتني متابعت او د شرعي د حکم په مخالفت کي د خلکو(واکمن وي که نور) په غوښتنو پسي تلل او د هغو منل فتنې او ګمراهۍ ته بلنه ورکول باله سي. علمای سوء د الله په خلکو کي ډېر شر(بد) او فاسد وګړي دي. لکه چي بيان يې په (175857 ) شمېره فتوا کي راغلی دی. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:” إنَّ أخوفَ ما أخافُ على أمَّتي كلَّ منافقٍ عليمُ اللسانِ. “ دغه حديث احمد روايت کړی او الباني صحيح بللی دی.

ژباړه: له کوم څه څخه چي زما پر امت باندي وېرېږم په هغو کي ډېر وېروونکی يې هغه منافق دی چي د ژبي علم يې ډېروي، خو په زړه او عمل جاهل وي او علم يې د ډوډۍ پيدا کولو لپاره حرفه ګرځولی وي“.

امام غزالي په احياء علوم الدين کي وايي:” دين ته د بدو عالمانو شر د شيطانانو تر شر ډېر لوی دی“.

بس دا خبري به په دې دعا سره پای ته ورسوو: الهي د ظالمو واکمنو، د بدو عالمانو او د شيطان له شره مو وساتې آمين.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: «علماء السلطان» / د واکمنو ملايان

سرچینه: نن ټکی اسیا