هلمند کې ۱۴ تنه د ملي اردو سرتیري وژل شوي

(محصلین):

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې وسله وال طالبان وايي، تیره شپه یې پر یوې امنیتي پوستې د برید پرمهال ۱۴ تنه د ملي اردو سرتیري وژلي دي.
د طالبانو په رسمي پاڼه د خپاره شوي خبر له مخې تیره شپه یې د ګریشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د ملي اردو په پوسته د لیزري وسلو په مټ برید کې ګڼ امنیتي منسوبین وژلي، چې د ملي اردو ۱۴ تنو وژل شوو سرتیرو جسدونه لاهم د جګړې په ډګر کې پاته دي.
د سرچینې په خبره دغه راز په پوسته کې له امنیتي ځواکونو څخه ۱۱ میله درنې او سپکې وسلې او زیاته اندازه مهمات هم نیولي دي.
د هلمند امنیتي چارواکو تر اوسه په دغه پېښه کې د وژل شوو سرتیرو د شمېرې په هکله څه ویلي نه دي.

x

Check Also

میدان وردګ: ګډوځواکونو ۳۰۰ دکانونه نړولي،۵ تنه ملکیان یې شهیدان کړي

(کابل ټکی کام): (کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۴) له میدان وردګو ...