افغانستان

احمدشاه زمانزی د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ټاکل شوی

(نړۍ نیوز):

احمدشاه زمانزی د ولسمشر اشرف غني په فرمان د ټاکنو د خپلواک کميسيون د درالانشا مشر ټاکل شوی دی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپاره شوي پيغام کې راغلي، چې ښاغلی زمانزی دغې څوکۍ لپاره په شرطونو پوره و او له همدې امله ولسمشر د دغې څوکۍ لپاره ټاکلی دی.

د ټاکنو خپلواک کميسيون هم د ولسمشر د دې پرېکړې هرکلی کړی او زياته کړې يې ده، چې  ښاغلی زمانزی به په لنډ وخت کې خپل رسمي کار پيل کړي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مرستيال وياند ذبيح الله سادات رسنيو ته ويلي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ به د ټاکنو کميسيون نور غړي هم ژر معرفي کړي او خپل کار به پيل کړي.

سادات زياتوي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته  يې ديارلس کسيز نوملړ لېږلی، چې د هغه له جملې يې احمدشاه زمانزی د دغې ادارې د دارالانشا د مشر په توگه ټاکلی دی.

ښاغلی زمانزی تر دې وړاندې د ماليې وزات د عوايدو او گمرکاتو د څانگې مرستيال و او په دفاع وزارت کې يې هم دنده ترسره کړې ده.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون د درالانشا څوکۍ له تلې مياشتې راهيسې تشه وه، تر يوه وخته شهلا حق د دې ادارې سرپرسته وه، خو د ټاکنو کميسيون له کميشنرانو سره د مخالفت له امله يې په غوايي مياشت کې استعفا ورکړه.

د ټاکنو کميسيون کمشنرانو ويلي و، چې د رايې ورکوونکو د خونديتوب لپاره بايد په ځينو ولايتونو کې د تذکرو په کاپيانو سټيکرونه ولگول شي، خو شهلا حق له دغې پرېکړې سره مخالفت وکړ او بالاخره يې استعفا ورکړه.