ولسمشر غني د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست

(خامه پریس):

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست او د هغه له بېلابېلو برخو یې لیدنه وکړه.
هغه وویل، چې د دغه ارشیف او د افغان فلم ارشیف لپاره چې کوم پلاوی ګومارل شوی و، د هغوی موندنې دا وې چې د ارشیف د ساتلو لپاره مناسب امکانات نه ؤ.
ولسمشر غني دې ته په اشارې چې ارشیف یو مسلک دی او باید مسلکي کارکوونکي یې مدیریت کړي، وویل ”د څیړونکو لپاره د ارشیف ټولو تصویري، تحریري او صوتي اسنادو ته لاسرسی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسلکي مقرراتو په اساس ورکول کېږي. “
د ارګ ماڼی په وینا، جمهوررئیس څرګنده کړه، دغه اسناد ډیجټالي دي او کاپي ګانې دې د څیړونکو د استفادې لپاره په یو ویب سایټ کې په لیکه شي.
هغه زیاته کړه، د فلمونو ارشیف د افغانستان له تاریخ څخه یو څرګند تصویر دی او له اړوندو مسوولانو څخه د ارشیف د پرانیستې په برخه کې د هغوی  له هڅو مننه وکړه.
ولسمشر غني وویل، چې په ارګ کې یو بله ودانۍ شته چې په هغه کې د افغانستان ټوله تاریخي خزانه ساتل کېږي چې له هغې نه استفاده د مرکزي بانک او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پورې اړه لري چې د ارګ مسوولین په دې برخه کې د هیڅ ډول مداخلې واک نه لري.
د ولسمشر غي په وینا، زموږ فرهنګي میراث باید وساتل شي او فعاله استفاده ور څخه وشي او د ارشیف فلمونه دې د ملي تلویزیون له لارې نندارې ته وړاندې شي او دا به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره د عاید یو سرچینه شي.
همدارنګه ولسمشر غني زیاته کړه،  د معارف شاګردانو او د پوهنتونونو محصلانو ته په کار ده چې د خپل مملکت له تاریخ سره اشنا شي او د دغه ارشیف د پرانیستو موخه هم دا ده چې هم د دغو اسنادو ساتنه وشي او هم ورته د متخصصینو او ټولو افغانانو د لاسرسي زمینه برابره شي.

x

Check Also

پر کابل ښار د راکټي برید په اړه د وسله والو طالبانو دریځ

(خامه پریس): په افغانستان کې وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ...