کندز کې د بهرنیو ځواکونوبرید کې د ماشومانو په شمول۲۰ ملکي کسان وژل شوي

(کابل نیوز):

پنجشنبه, 28 چنګاښ

په کندز ولایت کې د بهرنیو ځواکونو هوايي بمباریو له امله ۲۰ ملکي کسان وژل شوي.

بهرنیو ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ بازار ته نږدې پر يوه کور، چې د درې کورنیو غړي پکې را غونډ شوي هوايي برید وکړ، چې د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۰ کسان پکې وژل شوي او ډېر نور تر خاورو لاندې دي.

د چهاردرې ولسوال وایي، چې دغه برید د بهرنیو ځواکونو له لوري له دوی سره له کومې همغږۍ پرته شوي دی.

د چارو شنونکي پر ملکي سیمو دغه ډول هوايي بریدونه د ټولو قوانینو نقض بولي او پر حکومت نیوکه کوي، چې د بهرنیانو د خپل سرو عملیاتو مخه نشي نیولي.

په ننګرهار، پکتیا او کندز کې پر ملکي سیمو د بهرنیو ځواکونو تر هوايي بریدونو وروسته تازه بهرنیو ځواکونو د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر کور برید کړی او د ښځو او ماشومانو په شمول یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د کندز ولایت د رباط کلي اوسیدونکي وایي، چې په دې سیمه کې له څو ورځو راهیسې جګړې روانې وې او د پنجشنبې په ورځ د جګړو د سختېدو له امله د دریو کورنیو غړي په یوه کور کې راغونډ شوي و، چې پرې هوايي برید شوی او د ښځو او ماشومانو په شمول یې تر شلو زیات کسان ووژل شول، همدومره نور ټپيان او تر خاورو لاندې شول.

دغه هوايي برید، چې کور یې په بشپړه توګه نړولي د سیمې اوسیدونکي هڅه کوی، څو د بیلونو او بلډوزو په واسطه تر خاورو لاندې کسان را وباسي.

دوی وايي، چې تر خاورو لاندې ټول کسان وژل شوي او تر اوسه یې یو ماشوم په کوما حالت کې را اېستلی دی.

د رباط کلي اوسیدونکي وایي، چې په دې سیمه کې وسله والو طالبانو حضور نه درلود او په پېښه کې وژل شوي ټول ملکیان دي، چې ډېر یې ماشومان او ښځې دي.

د کندز ولایت د حوزوی روغتون مسئولان وایي، چې تراوسه پورې د کندز حوزوی روغتون ته ۱۲ تنه جسدونه او ۲ تنه ټپیان  راوړل شوي دي چې ټول یې ښځینه او ماشومان دي.

د کندز ولایت د چهاردرې ولسوال وایي، چې عملیات د بهرنیو ځواکونو لخوا ترسره شوي او له دوی سره هیڅ همغږي نه وه شوې.

د چارو شنونکي پر ملکي سیمو د بهرنیو ځواکونو دغه ډول هوايي بمبارۍ د ټولو بشري قوانینو خلاف عملي بولي او پر حکومت نیوکه کوي، چې د بهرنیانو د خپل سرو عملیاتو مخه نشي نیولی.

پر ملکي سیمو د بهرنیو ځواکونو دغه هوايي بریدونه داسې مهال دي، چې په تېره یوه میاشت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ډېر ملکي کسان وژل شوي

 

x

Check Also

پر کابل ښار د راکټي برید په اړه د وسله والو طالبانو دریځ

(خامه پریس): په افغانستان کې وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ...