په ننګرهار کې مسئولان: په تېرو درې میاشتو کې ۱۵۰ کسان وژل شوي

(کابل نیوز):

پنجشنبه, 28 چنګاښ

په تیرو دري میاشتو کې په ننګرهار ولایت کې د چاودنو او ډله اییزو بریدونو  له امله تر ۱۵۰ زیات ملکي کسان وژل شوي.

د ننګرهار د عامي روغتیا مسئولان وایي، په تېرو درې میاشتو کې دلته شاوخوا ۲۹ لویې او وړې پېښې شوې، چې تر ۱۵۰ زیات کسان پکې وژل شوي او درې نیم سوه نور ټپيان دي.

دننګرهار ولایت اوسیدونکي دغلته پر روان وضیعت اندېښمن دي.

د سږني کال له پيل راهیسي په ننګرهار کې امنیتي ستونزي ډيري شوي او ډيری وخت دغلته په ځانمرګو بریدونو او ډله اییزو حملو کې خلکو  ته مالي او ځاني زیانونه اوړي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي او قومي مشران حکومت د امنیت په ټینګښت کې په بی غورۍ تورنوي او وايي، چې اوسني امنیتي وضیعت خلک اندښمن کړي دي.

د جلال اباد ښار وروستي امنیتي وضیعت د ټولني د نورو خلکو سربیره خبریالان هم اندښمن کړي او وايي په اوسني امنیتي وضیعت کې یوه دقیقه هم په ژوند باور نه لري.

دوی وایي، تر نورو خلکو زیات خبریالان د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي.

د عامي ورغتیا مسئولان وایي، په تیرو دري میاشتو کې د ۲۹ بمي او ډله اییزو بریدونو په پایله کې شاوخوا شپږ سوه خلکو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د ننګرهار امنیتي وضعیت د خرابوالي په تړاو اندېښنې داسې مهال دي، چې ددې وضعیت له امله دولتي مامورین په خپلو ادارو کې په کار کولو ډاریږي خو د خبرو کولو لپاره نه چمتو کیږي.

x

Check Also

پر کابل ښار د راکټي برید په اړه د وسله والو طالبانو دریځ

(خامه پریس): په افغانستان کې وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ...