امریکا باید له طالبانو سره خبرو ته زمینه برابره کړي- د بحران نړیواله ډله

(اریانا نیوز):

د بحران نړیواله ډله وايي، امریکا باید له طالبانو سره خبرو ته یوه با صلاحیته ډله وروپېژني او له افغانستان څخه د خارجي ځواکونو د وتلو مساله هم د خبرو میز ته وړاندې کړي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه تازه څرګندونه کې په ډاګه کړې، چې امریکا باید له طالبانو سره خبرو ته یو باصلاحیته پلاوی وګوماري او د بهرنیانو د وتلو مساله دې د خبرو میز ته وړاندې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ټولو هغو چانسونو څخه ګټه اخلو، چې په افغانستان کې سوله راولي؛ خو خبرې اترې باید د افغانانو په مشرۍ وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده هیدر ناورت وایي، چې مونږ له ټولو هغو لارو چارو، چې په افغانستان کې سوله رامنځته کولی شي کار اخلو؛ خو خبرې اترې باید د افغانانو له لوري او د افغانانو په مشرۍ وي، چې اوږد مهاله سوله رامنځته شي.

د سولې عالی شورا غړي هم دا ډول سوله دوامداره بولي.

د سولې عالي شورا غړې لیلا جعفري وایي، چې مونږ د سولې په برخه کې د هر هېواد له هلو ځلو ستاینه کوو؛ خو د سولې عالي شورا ستراتيژي دا ده، چې باید بین الافغاني سوله رامنځته شي.

د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خیبر له پاکستان څخه غواړي؛ هغه افغان طالب مشران، چې ورسره په زندانونو کې اسیران او بندیان دي باید  راخوشې کړي، چې خپل هېواد ته راستانه او نوی ژوند پیل کړي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې ویلي؛ اوربند ثابته کړه، چې دواړې غاړې د جګړې پر مهار کیدو حاکمې دي؛ خو زیاتوي، چې سوله، ځکه نه رامنځته کیږي، چې له یوې خوا طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته نه کیني او له بلې خوا امریکا، چې د جګړې یو اړخ دی له خبرو ځان کاږي.

خبریال: خلیل الرحمن امید

x

Check Also

میدان وردګ: ګډوځواکونو ۳۰۰ دکانونه نړولي،۵ تنه ملکیان یې شهیدان کړي

(کابل ټکی کام): (کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۴) له میدان وردګو ...