د ارګ خبرپاڼه

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست او د هغه له بېلابېلو برخو یې لیدنه وکړه.

 د دغه ارشیف د لیدنې پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې او یو شمېر دولتي چارواکو د جمهوررئیس ملتیا کوله، د پنځو سلطنتي برجونو انځورونه، تصویري، لیکلی او تخنیکي ارشیف، فلم  او ډیټجټال جوړونې او د اسنادو د ساتنې (زیرمه) یې ولیدله.

د ارشیف د لیدنې پرمهال جمهوررئیس ته یو تن مسوول د بېلابېلو ځایونو په اړه معلومات ورکړل، وې ویل، د دغه ارشیف اسناد د ارشیف په معیارونو ساتل شوي چې د لیکلي ارشیف برخه (فرامین، مصوبې، احکام، پروتوکولونه او مکتوبونه) لري، د حکومتدارۍ د مختلفو دورو او بهرنیو حکومتونو او دولتونو سره د هغوی د سیاسي او سوداګریزو اړیکو تصویري ارشیف او همدارنګه د فلم او غږیز ارشیف دی چې د غازي امان خان له دورې تر ننه د فلم په بڼه مستند دي.

ورپسې مصر ته د غازي امان الله د سفر مستند فلم، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د ارواښاد ظاهر شاه د سفر مستند فلم او د هېواد د پخواني جمهوررئیس شهید محمد داوود خان د لوړې مراسمو فلم نندارې ته وړاندې شو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د ارشیف د مختلفو ځایونو او د فلم له نندارې وروسته په خپلو خبرو کې د افغانستان خلکو او ټولو څیړونکو ته په ارګ کې د ارشیف د پرانیستې مبارکي ورکړه وې ویل، زموږ د ارشیف وضعیت ډېر دردونکی دی، ځکه مخکې لسګونه زره قطعې اسناد په یو صندوق کې پرته له دې چې طبقه بندي شي پراته ؤ.

جمهوررئیس وویل: د دغه ارشیف او د افغان فلم ارشیف لپاره چې کوم پلاوی ګومارل شوی و، د هغوی موندنې دا وې چې د ارشیف د ساتلو لپاره مناسب امکانات نه ؤ.

هغه دې ته په اشارې چې ارشیف یو مسلک دی او باید مسلکي کارکوونکي یې مدیریت کړي، وویل: د څیړونکو لپاره د ارشیف ټولو تصویري، تحریري او صوتي اسنادو ته لاسرسی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسلکي مقرراتو په اساس ورکول کېږي.

همدارنګه جمهوررئیس څرګنده کړه، دغه اسناد ډیجټالي دي او کاپي ګانې دې د څیړونکو د استفادې لپاره په یو ویب سایټ کې په لیکه شي.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، د فلمونو ارشیف د افغانستان له تاریخ څخه یو څرګند تصویر دی. هغه له اړوندو مسوولانو څخه د ارشیف د پرانیستې په برخه کې د هغوی  له هڅو مننه وکړه.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه: په ارګ کې یو بله ودانۍ شته چې په هغه کې د افغانستان ټوله تاریخي خزانه ساتل کېږي چې له هغې نه استفاده د مرکزي بانک او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پورې اړه لري چې د ارګ مسوولین په دې برخه کې د هیڅ ډول مداخلې واک نه لري.

جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، زموږ فرهنګي میراث باید وساتل شي او فعاله استفاده ور څخه وشي او د ارشیف فلمونه دې د ملي تلویزیون له لارې نندارې ته وړاندې شي او دا به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره د عاید یو سرچینه شي.

همدارنګه هغه زیاته کړه،  د معارف شاګردانو او د پوهنتونونو محصلانو ته په کار ده چې د خپل مملکت له تاریخ سره اشنا شي او د دغه ارشیف د پرانیستو موخه هم دا ده چې هم د دغو اسنادو ساتنه وشي او هم ورته د متخصصینو او ټولو افغانانو د لاسرسي زمینه برابره شي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

x

Check Also

فارین افیرز: امریکا غواړي د افغانستان کړکيچ کې خپله ښکېلتيا کمه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۳۰) له امريکا څخه خپرېدونکې فارين افيرز ...