نظر او تحلیل

د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د امریکايي تحلیلګرانو نظرونه

واحد فقیري

ښاغلی لارنیس په سټارز اینډ ټرایپز کي د جولای پر ۱۷ مه باندي په یوې تحقیقاتي مقاله کي لیکي چي طالبان ښايي د امریکا د مخامخ خبرو د وړاندیز په مقابل کي مثبت جواب ووايي، خو ښايي د زیاتو امتیازاتو ورکولو ته چمتو نه وي،‌ ځکه هغوی ګومان کوي چي جنګ ئې ګټلی دئ.

لیکوال کاږي د ټرمپ اداره غواړي چي له طالبانو سره مخامخ خبري وکړي، او دا به د واشنګټن د افغان په پالیسي کي یو مهم بدلون وي. ځکه پخوا واشنګټن اصرار کاوه چي طالبان دي د کابل له حکومت سره خبري وکړي، او د کابل حکومت د مستقیمو مذاکراتو واک او اختیار لري.

ښاغلی لارنیس لیکي مګر ښکاره خبره دا ده چي د طالبانو سره مستقیمي خبري به د جمهور ریس ټرمپ له سیاسي اهدافو سره مطابق وي، ځکه ټرمپ مدام ویلي دي چي غواړي په افغانستان کي د امریکا نظامي مداخله ختمه کړي، او امریکايي عسکر راوباسي.

لیکوال کاږي چي د سیمي د چارو امریکايي تحلیل ګر ښاغلی مایکل کوګلمېن وايي طالبان به اوس د سولي په مذاکراتو کي ابتکار او غښتلی موقف ولري. کوګلمېن علاوه کوي چي ايډیاله خبره به دا وای چي امریکايي او ناټو ځواکونو طالبان د سولي مذاکراتو ته مجبوره کړي وای، خو برعکس اوس خبره سرچپه ده. هغه وايي، «طالبان د جنګ په میدانونو کي ښه ځلېږي، تهاجمي حالت لري، او د سولي په مذاکراتو کي د زیاتو امتیازاتو توقع لري. که چیري طالبان په مذاکراتو کي ستر امتیازات تر لاسه نه کړي، ښايي بېرته جنګ ته مخه کړي.» کوګلمېن ادامه ورکوي او وايي چي واشنګټن به مجبوره وي چي امتیازات ورکړي،‌ او رسما هغه سیمي طالبانو ته خوشي کړي چي همدا اوس ئې تر ولکې لاندي دي.

امریکايی دپلومات ښاغلی ډېویډ سیډني وايي، «د جنګ د ختمولو لپاره هم د کابل حکومت او هم طالبان تر فشار لاندي دي. دا چي طالبان به د متحده ایالاتو سره معامله وکړي او کنه، دا لا معلومه نه ده. خو نن سبا د خبرو چانس تر بل هر وخت زیات دئ.» هغه وايي چي طالبان به بالاخره د افغانستان په سیاسي پروسه کي یو نقش ولري. زیاتره افغانان باور لري چي طالبان نه سي کولای چي د ۱۹۹۰ د کلونو په څېر قدرت تر لاسه کړي، مګر افغانان پدې باور هم دي چي هغوی به په ځینو ځایونو کي انتخابات وګټي.

د سیمي د چارو بل متخصص ښاغلی احمد مجیدیار وايي، «په مذاکراتو کي به طالبان د امریکايي قواوو پر وتلو باندي ټینګار وکړي، او امریکا به په مقابل کي اصرار کوي په افغانستان کي باید بیا د القاعدې او نورو تروریسټي ډلو لپاره د ټېک ځای برابر نه سي. پدې خبرو کي به طالبان د امریکا د پالیسي بدلون د امریکا نا امیدي او ناکامي ګڼي، نه د ښه نیت علامه.»

امریکايي عسکر ښاغلی انتوني کمپین، چي یو وخت په افغانستان کي جنګېدلی وو، وايي «حتی د طالبانو د نفوذ او قدرت د ساتلو سره سره هم باید دا جنګ ختم سي. زما باور دا دئ چي په حکومت کي د طالبانو بیا راتګ به زموږ د قربانیو لپاره ښه خبره نه وي،‌ مګر زه پدې هم پوهېږم چي زیاتره خلګ باور لري چي طالبان ښه خلګ دي. په افغانستان کي هر څه تور او سپین نه دي.»

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د امریکايي تحلیلګرانو نظرونه

سرچینه: نن ټکی اسیا