افغانستان

کندز: ګډو ځواکونو لسګونه هیوادوال وژلي دي

(عزم ویب پاڼه):
عزم: ۱۳۹۷/۴/۲۸- د ملکیانو بمبارولو په لړ کې دا ځل ګډو ځواکونو د کندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې ۳ کورونه په هستوګنو له پاسه ور نړولي ني او لسګونه هیوادوال یې وژلي دي.
د چهاردرې ولسوالۍ خلک شکایت کوي چې نن سهار راهیسې افغان او امریکايي پوځیانو عملیات کول چې غرمه ۱۲ بجې د خلازیو په سیمه کې په ولسي خلکو درنه بمباري پیل کړه.
دوی شکایت کوي چې دغې بمباري کې ۳ کورونه د هستوګنو په سر ور نړېدلي او تراوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۲۵ تنو جسدونه راویستل شوي دي.
خلک وایي چې د لټون عملیات لا هم جاري دي او لاهم یو شمېر کسان کنډرو لاندې ایسار دي.
د کندز د ولایتي شورا غړي خوش محمد نصرتیار وایي چې، نن غرمه د چهاردرې په خلازیو کې د ولسي خلکو کورونه بمبار شوي، لو نتیجه کې د مدیر عزیز په نوم د یوه کلیوال د کورنۍ ۱۳ غړي وژل شوي او ګڼ نور لاهم تر خاورو خځلو لاندې بند پاتې دي.
حکومتي ځواکونه مني چې بمباري یې کړې خو دا نه مني چې عام خلک یې وژلي دي.
کندز کې د کمانډو ځواکونو قومندان سیف الدین عزیز ادعا کوي چې وژل شوي ټول طالبان دي.
دا لومړی وار ندی چې ګډ ځواکونه عام هیوادوال ووژني، لدې مخکې یې همدې ولایت کې یوه مدرسه بمبار او تر ۱۵۰ زیات کمکي حافظان، ملایان، او عوام ووژل.
دغه ځل هم دفاع وزارت ټول وژل شوي د طالبانو قومندانان بلل خو ټولو بې پرې اړخونو ثابته کړه چې سوچ بې ګناه ملکیان وژل شوي وه.
همداراز، تیره اونۍ په لوګر، پکتیا، خوست، او ننګرهار ولایتو کې له ۱۰۰ زیات هیوادوال په بې ګناه بمبار او ووژل شول خو دفاع وزارت هیڅ ثبوت وړاندې نکړ چې ولې یې ملکیان ووژل.
طالبانو ګواښ کړی چې د ملکیانو په یومخیزه وژنه به چوپ پاتې نشي او خامخا به ددې انتقام اخلي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي«دښمن فکر کوي چې په داسې وحشتونو سره به چې ۱۷ کاله يې ترسره کړي خپلې شومې موخې تر لاسه کړای شي، خو له دې څخه خبر نه دي چې داسې کړنې د افغان  میړني ولس هوډ پخوي، کرکه يې پاروي او د نجات یواځنۍ لاره د جهاد مقدسه لاره بولي، ان شاءالله»

Tags