دوهم مفکر او د ایس کریمو دعوت!

لیکوال: شفيق افغان

د اسلام په تاریخ کې د مادیاتو وړاندیزونه کومه نوی خبره نه ده، د مکی مشرکينو حضرت محمد علیه السلام ته وویل زمونږ د بتانو بد مه وایه د سرو زرو غرونه به درکړو خو هغه ورسره ونه منله.

د کفري دنیا د نړیوالو حشرباڼیو لومړی کوربه کرزي هم کالونه مخکې په خندا رویه شکل ویل: ودونه به ورته وکوو، کورونه به ورجوړ کړو او… خو دا هر څه د دې په بدل کې ؤ چې طالب دې د کافر په مقابل کې وسلوال جهاد پرېږدي او د دوی سره د دديموکراسي کفري قانون ومني.

د بشريت تر پوښ لاندې نړیوال وحشيان نن بیا هم د یوه بل میکرفون له لارې طالب ته په خندا رؤیه لهجه د ایس کریم په مقابل کې د جهاد د پریښودو دعوت ورکوي، خو حقیقت دا چې په اصل کې د پردیو په زور ناست متفکر په خپل عقل لوبې وهي تر څو لا پسې د خلکو د خندا شي.

ښاغلي متفکر ته دې وويل شي چې د طالب داعيه د سروزرو د غرونو وړاندیز په وړاندې نه ده ماته نو ستا د ایس کريمو په وړاندې به کله هم ماته نه شي.

د اسلامي او افغاني اصطلاحاتو څخه په کامله معنی دغه نا خبر ښاغلی باید وپوهول شي چې د طالب داعيه تر هغه لوړه ده تر کومې کچې چې تاسې درک کړي ده.

د زرکلن او ترې راتاؤ ماشومانو ماغزه دې په دې خلاص وي چې طالب ښار ته د دې دپاره نه له سنګره نه ؤ راکوز شوی چې ګواکې هلته ورته ایس کريم نه رسیدل. بلکې طالب د ټومبلي اسلحي سره يو ځای ستا کرایه شوي عسکر ته دا پیغام ورکړ چې که د کافر له ملګرتيا د لاس واخیست نو د شته اسلحې د مرميو ویشت لوری به ستا په وړاندې ځمکې ته وي.

او دا د طالب خدای ورکړی ابتکار ؤ چې دنيا یې حيرانه کړه په دې معنی چې ښار ته د طالب درتلل د کلمة الله د لوړيدو دپاره ؤ نه د سوال په بڼه، ځکه دغې جګړې ته طالب نه د زور په مټ چا بیولی او نه هم د زرو په مټ، بلکې دغې خط ته انتخاب شوي ټول هغه د قوي ایمان خاوندان دي چې د خپل ایمان په زور د وسلوالې جهادي مبارزې لومړيو کرښو ته ځي او مرګ ته یې په دغه خطرناکه لوبه کې ماتي ورکړه.

او لکه څنګه چې ښکاريږي، که خدای کول د دې جګړې ګټونکي به هم همدا د لوړ ایمان څښتنان وي ځکه که دا جګړه په زور يا زرو ګټل کيدای نو د طالب په نسبت هم درسره زور زیات دی او هم زر، خو چې د هر رنګ نړيوال قوت څخه برخمن عسکر دې د اشغالګرو تر څنګ په اولس کاله کې د بريا تر کلي ونه رسيدل نو فکر کوم له دې ورسته یې هم د بريا خوبونه مه وینی .

ــــــــــــــــ
یادونه: محصلین سایټ کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین

x

Check Also

پر وعده ولاړ خلک هم تاسې یاست

 تاند حسین خېل  د افغانستان د اسلامي امارت د بندیانو د چارو ...