نظر او تحلیل

څنګه کولی شو چې افکار مو سالم شي؟

لیکنه : الیاس تکل

دا اړین بولم چې دځوان نسل له افکارو څخه پردي، غلت، او بې ځایه فکرو نه وباسو چې افکار یې سالم او سوچه شي،

انسان خپل افکار تر خپل منزله رسوي، که افکار مو سم وه، مزل به مو اسانه او ښکلی وي، نو په کار ده چې روښانه او سالم فکر ولرو، ځکه چې روښانه او سالم فکر او روښانه نظریه، روښانه او ښه پایلي لاسته راوړي،

په کار ده چې یو ځل په خپلو افکارو فکر وکړو او خپل ذهن پري وڅرخوو، او خپلو افکارو ته پاملرنه ښه په دقت سره کتنه وکړو، او له اسلامی ثقافت سره يې تول او وزن کړو چې زمونږ افکار په کومه درجه کې دي؟ ښې پایلې لري او که بدې، او ښه په دقت سره یې وڅيړو چې اسلامي ټولنې ته مثبت رول لوبوي که منفی؟

همدا افکار دي چې د انسان ژوند ابادي او بربادي په لور بیایې، که د کوم انسان افکار سوچه اسلامي وي، او په ښکلي محمدي عقیده سمبال وي، نو بیا بریالي یو، او که بالعکس وي نو بیا دبریا پر ځای د بربادۍ په لور یو.

اوس څنګه کولی شو چې افکار مو سالم شي؟

ساده او اسانه لار یې د سالم، سوچه، افکارو خاوندانو ښودلې، هغوي وایي:

لکه څنګه چې کروندګر هره ورځ بې ګټې او زیات واښه او بوټي د ګل له څنګه لیرې کوي، که موږ هم ټول عبث، شیطاني او طاغوتي وسواس، او هغه زهرجن غلت افکار لري کړو کوم چې غربیانو زمونږ د ځوان نسل په اذهانو کې پيچکاري کړي نو افکار به مو سالم شي.

هو! هر د سالم فکر خاوند کولی شي چې غلت، فضول، عبث، شیطاني، او طاغوتي، افکار درته په ګوته کړي، خو دا هر انسان نه شي کولی چې غلت، فضول، عبث، شیطاني، او طاغوتي، افکار درته له منځه یوسي، په دې اړه د سالم عاقل، په ښکلي اسلامي محمدي عقیده سمبال يو مفکر شخص ته ضرورت دی، چې په صحي توګه یې درملنه وکړي.

سرچینه: محصلین