امریکا چا ماته کړه! د فریدون په څیر طالب-ملا ماته کړه

لیکوال: شهاب لیوال

ددې امت ځوانان ډیر لوئ مسئولیت لري.

تقریبا د عثماني خلافت له راپرځیدو را په دیخوا د اسلامي امت رهبریت د یرغلګرو او یا هم د هغوی د ګوډاګیانو په لاس کې دی او که کله هم دنړۍ له کوم ګوډ څخه کوم اسلامپال مجاهد او یا کومې جهادي ډلې خوځښت کړی نو د صلیبیانو او د هغوی د ملاتړو لخوا له منځه وړل شوي د ترهګر، تروریست ترعنوانان لاندې ځپل شوي. ولې کفار دومره برلاسي شول چې د مسلمانان قیادت یې ترخپل کنترول لاندې راوسته.

کله چې صلیبیانو مسلمانان د تورې او ډال په مټ مات نشو کړای نو خپل جګړییځ دریځ ته یې بدلون ورکړ، له نظامي جګړو یې فکري جګړو ته مخه کړه، لومړی یې له ځوانانو پیل وکړ؛ د اسلامي امت ځوانان د ټولنې هغه برخه وه چې په شخو بریتونو ببرسرونو او توره افتخار او ویاړ کوه او د هرمسلمان د عزت دفاع یې د ځان د عزت دفاع ګڼله، صیلبیانو ته یې په هرډکر کې ماته ورکوله نو ځکه صلیبیان دې باریکه نقطې ته متوجې شول.

کفارو په مختلفو پلمو زمونږ ځوانان له اسلامي اوصافو سره نابلده کړل، د تورې پرځای یې د روغې قلم ته تشویق کړل هغه قلم چې د حق پرځاې د ډالرو خوا ته میلان وکړي هغه قلم چې د حق پرځاې د باطل صفت وکړي، هغه قلم چې د کفارو یرغلیزو موخو ته ښایسته رنګ ورکړي. بې تورې قلم تل ناورین زیږولی، قلم له تورې او توره له قلم سره د اسلامي ځوان معیار دی.

د تورې او د ډال پر ځای انسانیت، او دیموکراسیت ته تشویق هغه انسانیت چې نارینه له نارینه سره واده وکړي هغه انسانیت چې انسان له حیوان سره جماع وکړی د ږیرې پرځای یې سټایل او ماډلنګ ته تشویق کړل، هغه ستایل چې هر ځوان باید د منکوحه ښځې پرځای girl friend باید ولري هغه سټایل او داسې نور غیر اسلامي کړنې.

کله چې صلیبیانو خپلې موخې لاسته راوړې نو له هغه وروسته یې په اسلامي هیوادونو نظامي یرغل پیل کړ، بیلګه یې افغانستان او عراق هیوادونه در یادولی شم چې تاسو ټول یې شاهدان یاست؛ کله چې امریکایانو پر افغانستان نظامي یرغل وکړ دوي دا ګومان نه کاوه چې ګواکې په افغانستان کې به له داسې وسپنیزو انسانانو سره مخامخ کیږي چې غر به شاتک ته اړ باسي، طالبان کله هم شاتګ نه مني، نړی د امریکا سوپر طاقت مني خو طالبانو ونه منله.

امریکا افغانستان کې داسې ځوانانو ماته کړه چې چا یې ګمان هم نه کوه د هغو ځوانانو له جملې څخه یو هم فريدون لوګروال صاحب دی؛ امریکا او امریکا پاله غلامان دې داګمان نه کوي چې دا خاوره ننګیالی ساتونکی نه لري، دلته شته د فریدون جان په څیر په ملیونونو ځوانان چې د خپل دین او هیواد د دفاع په خاطر له خپل ټول ځان نه تیر دي.

هوکې، فریدون جان سره مې د افغانستان اړوند بلخصوص دده د معیوبیت په اړه خبرې کولې تاسو یقین وکړئ چې د ده لوړ عزم قوي ایمان او مثبتې ارادې ولړزولم، ما ته یې وویل لیواله دا دین دا هیواد پرمونږ ډیر لوی حق لري دا خاوره مو عزت ده او همدا دین دی چې مونږ ته زمونږ د مولا د دیدار افتخار رابښي ما ته یې کړل: که مونږ ځوانان خپل اندامونه خپلې ځوانۍ له اسلام نه قربان نکړو نو دا د عیسویت او صلیبیت په اوبو پریول شوي ځوانان به ترې دفاع وکړي؟! ماته یی ویل لیواله زه هر وخت الله ته دعا کوم چې زما او زما په څیر ځوانانو دا ناچیزه قربانی خپلې درګاه ته قبولې کړي.

امریکا چا ماته کړه دا جمله مې په ذهن کې تیره کړه او په سوچونو کې ډوب شوم چې لویه ربه تا خپل دین په داسې عاشقانو وساته چې دوې خپل دیني عشق نه خپل هرڅه قربان کړل!!!
_________________________

یادونه: محصلین سایټ کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین

x

Check Also

ایران: د افغانستان د ستونزې اصلي لوری او لامل امریکا دی

د ایران د بهرنیو چارو زوارت ویاند بهرام قاسمي ویلي، په افغانستان ...