داعش ته ماته، په افغان ملت او ګاونډيو هيوادونو د طالبانو تلپاتې احسان!

لیکوال: عطاءالله مبارز

له زابل، کونړ او لغمان ولايتونو وروسته طالبانو د جوزجان په درزاب سیمه کې په داعشي ملیشو ځپونکي عملیات ترسره کړل او سخته ماته یې ورکړه، لسګونه یې ووژل شول اوپه لسګونه نور يې طالبانو ژوندي ونیول پاتي داعشیانو دکابل له اداری مرسته وغوښتله اوهغو په هلیکوپټرو کې دطالبانو له محاصری وایستل.

د نړیوالو اوځینو کورنیو رسنیو په استناد چې دکابل ادارې سره یوځای شوي داعشیان د جوزجان ولایت په مرکز کې په یومجهز هوټل کې د درنو میلمنو په ډول ساتل کیږي، له دې مخکې هم په ننګرهار، کونړ، لغمان اوجوزجان کې تل د داعش ملیشو اوطالبانو ترمینځ دجګړو پرمهال د بهرنیو اوکورنیو الوتکو لخوا دطالبانو د جګړی په لومړیو کرښو درانه بمبارونه شوي، اشغالګرو اودکابل اداری په لوی لاس داعشي ملیشو ته دتیښتي لاره برابره کړې اوله طالبانو یې ژغورلي.

د ډیرو شنونکو په باور داعش د امریکا داستخباراتي ادارې (CIA)اودکابل د حکومت د استخباراتي ارګان NDSلخوا دطالبانو دکمزوري کولو لپاره کارول کیږي او په افغانستان کې د داعش ترټولو لوی ملاتړی د ولسمشرغني د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر دی، چې په ګوډ اتمرهم مشهوردی.

امریکا او ټوله صلیبي ټلواله هڅه کوي چې د داعشي پروژی له لارې افغانستان کې هم د عراق او سوريې کې په څېر پالیسي تعقیب کړي چې پايله کې يې یاد هیوادونه یې وران ـ ویجاړکړل او اولسونه یې د اولسونو په لاسونو ووژل.

دوهم: د امریکاپه مشري صلیبي ټلواله غواړي چې افغانستان د داعش په مرکزبدل کړی او بیا ایران، روسیه، پاکستان او د مینځنۍ آسیاهیوادونه ناارامه او د سوریې او عراق په برخلیک اخته کړي، او په سيمه کې خپل حضور دوامداره کړي.

درېيم: امريکا غواړي، چې طالبان په يو وخت کې په څو محاذونو کې په جګړه کې ښکيل کړي، او د دوی په وړاندې يې د جګړې شدت راکم کړي.

خو طالبانو لکه څنګه چې په ګران هیواد کې صلیبي اشغالګر په ګونډو کړل، همداسي به دصلیبي پروژیانو داعشیانو څخه خپل اولس ژوغوري او هیچاته به اجازه ورنکړي چې په افغانستان کې مذهبي تفرقه ایجاد کړي او هیواد يو نوي کړکيچ ته ورننباسي، او دغه راز به هیچاته هم اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هیوادونو پر خلاف وکاروي.

افغان اولس او ګاونډي هیوادونه باید د طالبانو احسان ومني، لکه څنګه یې چې هیواد کې صلیبیان خپلو شومو موخو ته پرینښودل همداسي به ډیر ژر هیواد په ټولیزه توګه له داعشي فتنې هم خلاص کړي، چې هیوادوال او ګاونډیان به د ارام سا واخلي.
د اسلامي، خپلواک او يو موټي افغانستان په هیله.

سرچینه: کابل ټکی کام

x

Check Also

پر وعده ولاړ خلک هم تاسې یاست

 تاند حسین خېل  د افغانستان د اسلامي امارت د بندیانو د چارو ...