خلیلزاد: امریکا غواړي د افغان حکومت او طالبانو مذاکرات وشي

(طالب نیوز):

zalmi khlil zad

طالب نیوز ــ جمهه (۱۸/۵/۱۳۹۷): زلمی خلیلزاد وايي: امریکا لا هم په خپل پخوانۍ دريځ ولاړه ده، چې افغانستان د مسایلو په اړه پرېکړه باید د افغانستان د حکومت او د طالبانو په ګډون د نورو اړخونو له منځه وي.
خلیلزاد وویل: د امریکا هڅه داده، چې د افغانستان د مشروع حکومت استازي او د طالبان په ګډون نورې خواوې د مخامخ کېناستلو او خبرو کولو ته سره ورسیږي.
نوموړي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خوشبیني وښوده او ویې ویل: یوه مسئله له سولې سره د طالبانو زیاته علاقه ده، دغه د اختر په ورځو کې اوربند او د بندیانو خوشې کېدل، چې په دې ورځو کې ډېر خبرې هم ورباندې کیږي، نو هیله شته؛ خو دا لاره ډېره اوږده ده.
له خلیلزاده وړاندې د ملکرو ملتونو عمومي منشي د سیاسي چارو مرستیال میرو سلاف ینچا هم د سولې لپاره د افغان حکومت هڅې او د نوي اوربند پلان ستایلی و.
نوموړي زیاته کړه: په افغانستان کې د جنګ د پاي ته رسېدو لپاره، د غوښتنې په صورت کې ملګري ملتونه مرستې ته تیار دي.
زلمی احساس

x

Check Also

شاهين اسمايي د فوټبال غوره ليګ درېيمه لوبه هم وګټله

(کلید راډیو): د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو د ...