افغانستان

د پوځي چارو کارپوه جنرال زلمی وردگ په کابل کې وژل شوی

(نړۍ نیوز):

د پوځي چارو کارپوه او له کابله ولسي جرگې ته خپلواک نوماند متقاعد جنرال زلمی وردگ تېره شپه په کابل کې په خپل کور کې د ناڅرگندو وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

د کابل پوليسو وياند حشمت ستانکزي نړۍنيوز ته د جنرال وردگ د وژنې پخلی کړی او زیاتوي، چې د پېښې د عاملينو پلټنه روانه ده، خو تر اوسه په دې  اړه څوک نه دي نيول شوي.

جنرال وردگ په رسنيو کې د پوځي چارو د کارپوه په توگه گډون کاو او وخت پر وخت يې نړۍنیوز ته هم نظرونه ورکول.