طالبانو غزني کې يو شمېر پوستې او دولتي تاسيسات سوځولي، نښته روانه ده

(نړۍ نیوز):

وسله‌والو طالبانو تېره شپه له څو خواوو پر غزني ښار بريدونه پيل کړي او لا هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

د غزني ولايت او ارگ وياندويان په غزني ښار کې د طالبانو بريدونه تاييدوي، خو وايي، چې امنيتي ځواکونو او چورلکو د مخالفينو بريدونه په شا تمبولي او اوس په ښار کې وضعيت تر کنټرول لاندې دی.

د غزني ولايت وياند محمد عارف نوري ويلي، چې وسله‌وال طالبان په غزني ښار کې يوه مارکيټ ته ننوتي، له هغه ځايه پر امنيه قومندانۍ ډزې کوي، خو امنيتي ځواکونو شاتگ ته اړ کړي دي.

د غزني امنيتي سرچينې وايي، چې د پي ار ټي قرارگاه او یو شمېر نورې پوستې د طالبانو لاسته ورغلي، يو شمېر دولتي ودانۍ او د مخابراتي شبکو پايې يې هم سوځولي دي.

د ولايت وياند وايي، چې په دغو نښتو کې لس پوليس او اووه ويشت طالبان وژل شوي او لا هم په ښار خال خال نښتې روانې دي.

د ارگ وياند شاه حسين مرتضوي په خپله فيسبوک پاڼې ليکلي، چې په غزني کې د امنيتي ځواکونو په ځمکني او هوايي بريد کې د مخالفينو بريدونه په شا تمبول شوي، خو ځايي سرچينې د مرتضوي خبره نه يادوي.

طالبانو ادعا کړې، چې د غزني امنيه قومندانۍ، بالاحصار، ترک حضرت، شپږ حوزې او نورې پوستې يې نيولي او د لسگونو پولیسو او سرتېرو د وژل کېدو او نيولو ادعا کوي.

د جگړې له امله د کابل کندهار لاره له تېرې شپې راهيسې تړل شوې او اوسمهال د ميدان وردگ په يو شمېر سيمو کې د جگړو له امله لاره تړل شوې ده.

د ميدان وردگو ولايت وياند عبدالرحمن منگل رسنيو سره په خبرو ويلي، چې د ميدان ښار په سره پله، د سيداباد ولسوالۍ په سالارو، هفت اسيا او وتړيو سيمه کې اوس هم نښته روانه ده او مرگ ژوبله هم لري.

عبدالرحمن منگل په سيمه کې يوازې د نښتو پخلی کوي، خو ځايي سرچينې وايي، چې د جگړې له امله مرگ ژوبله هم اوښتې ده.

x

Check Also

شاهين اسمايي د فوټبال غوره ليګ درېيمه لوبه هم وګټله

(کلید راډیو): د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو د ...