محسن داوړ: که عمران خان مو غوښتنې ومني ښایي حکومت کې یې ورګډ شو

(سپوږمۍ راډیو):

محسن داوړ: که عمران خان مو غوښتنې ومني ښایي حکومت کې یې ورګډ شو

ځینې داسې نا تایید شوي راپورونه وایي، چې د تح‏ریک انصاف مشر عمران خان د پښتون ژغورنې غورځنگ غړیو محسن داوړ او علي وزیر ته په حکومت کې د شاملیدو بلنه ورکړې ده. محسن داوړ ویلي، چې دوی د خپلو غوښتنو لېست ورسپارلی دی او که دغه غوښتنې یې ومنل شوې نو هغوي به بیا د عمران خان په حکومت کې د شاملیدو پریکړه وکړي. هغه ویلي، دوی ته خلکو د پښتنو د حقونو د مبارزې کولو له امله رایه ورکړې ده. که چیرته دوي له هغوی سره دغه ټول شرایط مني نو دوی به هم ورسره ملگرتیا وکړي. د یادونې وړ ده، چې د محسن داوړ او علي وزیر په شرایطو کې د وزیرستان د خلکو د تاوانونو بیرته ورکول، د بې گناه خلکو ځورونه او قتلونو بندول شامل دي.

 

x

Check Also

پر کابل ښار د راکټي برید په اړه د وسله والو طالبانو دریځ

(خامه پریس): په افغانستان کې وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ...