پر غزني ښار د وسله والو طالبانو د ډلییز برید وروستي جزئیات

(خامه پریس):

وسله والو طالبانو د غزني ولات پر مرکز غزني ښار ډلییز برید پیل کړي او د ښار په ځینو برخو کې لا هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ خال خال نښتې دوام لري.
د ۲۰۳ تندرقول اردو د اوپراسیون مدیر ډګروال محمدعالم نجرابی په وینا د تندر قول اردو جزو تامونو د امنیتي او د فاعي ځواکونو سره په ګډه د غزنی ولایت په مرکز کې د ترهګرو ټول بریدونه په شاه تمبولی او هغوی ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړی وویل چې دغزني ولایت امنیت د ډاډ وړده، د ولسوالیو په ګډون مرکز هم د امنیتي ځواکونو د حاکمیت لاندی ده.
په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو په یوه بیان کې ویلي چې امریکایي ځواکونو د وسله والو طالبانو بریدونو په ځواب کې هوایي بریدونه ترسره کړي او د حکومت ټول مرکزونه او دفترونه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.
که څه هم وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته خو د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وایي د برید په ترڅ کې ۷ امنیتي سرتېري ټپيان شوي.

x

Check Also

میدان وردګ: ګډوځواکونو ۳۰۰ دکانونه نړولي،۵ تنه ملکیان یې شهیدان کړي

(کابل ټکی کام): (کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۴) له میدان وردګو ...