افغانستان

ارګ د دوهم ځل لپاره باختر امینزی سناتور ټاکلی دی

(سپوږمۍ راډیو):

ارګ د دوهم ځل لپاره باختر امینزی سناتور ټاکلی دی

د حزب اسلامي د سياسي کمېټې مشر ډاکټر باختر امينزى د دويم ځل لپاره سناتور ټاکل شوى دى. له ارګه په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني دا حکم رالېږل شوی دی. په حکم کې راغلي، چې د اساسي قانون د ٨٤مې مادې د درېيمې فقرې له مخې، د مشرانو جرګې د انتصابي غړي په توګه د باختر امين زي ټاکل منظور دى. د يادونې وړ ده، چې باختر امين زى تر دې مخکې په ١٣٨٦ کال کې هم د مشرانو جرګې غړى پاتې شوى دى. هغه اوسمهال د حزب اسلامي د سياسي کمېټې د مشر په توګه دنده مخ ته وړي.