پر غزني ښار برید: ملکي وګړو او ټرانسپورټي شرکتونو ته د طالبانو خبرداری

(کابل ټکی کام):

کابل.کام – د زمري ۱۹مه، ۱۳۹۷:

پر غزني ښار د ستر برید له امله طالبانو ملکي وګړو او ټرانسپورټي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې د عملیاتو تر پای ته رسېدو پورې له کابله-کندهار او له کندهاره کابل ته خپل ټول سفرونه ودروي.

د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي چې ټرانسپورتي او سفر بري شرکتونو او نمایندګیو ته دا خبرداری پر غزني ښار او میدان وردګ او زابل ولایتونو کې د سترو عملیاتو د پیل کېدو له امله ورکړل شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا خبرداری تېره ورځ ناوخته ټرانسپورټي شرکتونو ته ورکړل شوی و. ”په همدي اساس يوځل بيا له ټولو يادو شرکتونو، موټرچلوونکو، مسافرینو او عامو خلکو څخه په کلکه غوښتنه کوو تر هغو پورې چې د ملکي تلفاتو د کمیسیون لخوا د تګ راتګ اجازه نه وي در کړل شوې خپل سفرونه همداسې متوقف وساتئ، ترڅو خدای مه کړه ساسو موټر، سپرلیو او موټروانانو ته د لارې په اوږدو کې د جګړې له امله کوم زیان ونه رسیږي.“

د یادونې وړ ده، طالبانو د تیرې شپې (۱۹ زمری / ۱۰ اګست) له دوو بجو راهیسې پر غزني ښار ستر عملیات پیل کړي، چې له امله یې پر دې ښار تېرېدونکې ټولې لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

په دې عملیاتو کې دواړو لورو ته پراخ زیانونه اوښتي. د بهرنيو ځواکونو الوتکې هم بمبار کوي. تر دې دمه یوه چورلکه هم رانسکوره شوې ده.

x

Check Also

پر کابل ښار د راکټي برید په اړه د وسله والو طالبانو دریځ

(خامه پریس): په افغانستان کې وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ...