افغانستان

طالبانو غزني کې پوځي چورلکه رانسکوره کړې.

(طالب نیوز):

FB_IMG_1533892396574

طالبانو خبر ورکړی دی چې د غزني ښار په جګړه کې ئې نور پرمختګ هم کړی دی او یوه پوځي چورلکه ئې رانسکوره کړې ده.

د طالبانو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د الخندق عملیاتو په جریان کې چې تیره شپه د غزني ولایت مرکز غزني  ښار باندې پیل شوي وو تر اوسه حکومتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي دی.

طالبانو ویلي عملیات  لاهم  په خورا بریالیتوب سره منظم او له پلان سره سم دوام لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې همدا اوس د یاد ولایت په مرکز کې د حکومتي ځواکونو ۱ نظامي هلیکوپتره د دوی د سرتېرو تر رسا او دقیق بریدلاندې راغله.

خبروایي په یاد بریدکې نوموړي هلیکوبتره رانسکوره او له عملې سره په بشپړه توګه ویجاړه او د اور خوراک شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې عملیات اوس هم چټک روان دی  او څو شیبې مخکې یې د محبس په لور بریدونه پیل کړل، چې په لړکې یې د ده خدایداد سیمه کې د حکومتي ځواک ۲ مهمې پوستې فتحه شوې، چې په کې موجود  ټول عسکر  ووژل شول او د ښار په لویدیځه برخه کې د شیخ عاجل سیمه کې  بله پوسته فتحه  او ۸ تنه عسکر په کې له منځه لاړل، وسلې او مهمات یې طالبانو ته په لاس ورغلل.

طالبانو ویلي د غزني ښار د کمر بند نژدې ۲۵ پوستې او ۶ حوزې  ټولې د دوی د پریکنده عملیاتو په لړکې فتحه شوې او په کې میشت عسکر او پولیس یې له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې  د یاد ولایت له خوګیاڼو ولسوالۍ څخه هم طالبانو عملیات پیل کړي او د غزني تر ښار پورې په لار کې د حکومت  ټولې پوستې او قرارګاوې یې فتحه کړي او اوس مهال د غزني له ښار سره وصل شوي  دي .

د نورو جزیاتو لپاره له موږ سره اوسئ.

Tags