افغانستان

سیاسي ګوندونه حکومت او ټاکنو کمېسیون ته نوی ضرب الاجل وټاکه

(خامه پریس):

د افغانستان سیاسي ګوندونه حکومت او د ټاکنو خپلوک کمېسیون ته ضرب الاجل وټاکه چې تر راتلونکې دوه اوونی پورې د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او ولسمشریزو ټاکنو په اړه د سیاسي ګوندونو او جریانونو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.
د سیاسي ګوندونو او جریانو په یوه ګډ اعلامیه کې ویلي چې حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې د بایومټریک له لارې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل کړي او دغه بهیر باید د اعتبار وړ او فني مراجعو له خوا ترسره او د مسئولو ارګانونو له خوا تضمین شي.
په اعلامیه کې راغلي چې د ټاکنو په سیسټم کې بدلون باید د سیاسي ګوندونو، جریانونو او سیاسي مشرانو د طرحې په اساس رامنځته شي او د ټاکنو له بهیر څخه د څارنې زمینه برابره شي.
د سیاسي ګوندونو او جریانونو مشران خبرداری ورکوي، چې که حکومت او د ټاکنو کمېسیون په ټاکل شوې موده کې اقدامات ونه کړي، نو د هېواد د قوانینو او د ولسواکي نظام د ساتنې په موخه او د فاسدو او له کړکېچونو ډک ټاکنو د مخنیوي لپاره دوی به په نورو غوراویو لاس پورې کړي.

Tags