خبرپاڼې خبرونه

جمهوررئیس غني د ویډیو کنفرانس له لارې د اوربند د مدیریت په اړه د هېواد د ۳۴ ولایتونو امنیتي او سیمه ییزو مسئولینو سره خبرې وکړې

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني له والیانو، د امنیتي او دفاعي ارګانونو د منسوبینو، د ولایتي شوراګانو او د ولایتونو د سولې او علماو شوراګانو له مسوولینو سرهد ویډیو کنفرانس له لارې  د لوی اختر په ورځو کې د امنیت د لازیات تامین او د اوربند د ورځو د مدیریت په اړه خبرې وکړې.

یاد ویډیو کنفرانس نن ماښام په توحید ملي مرکز کې جوړ شو چې په کې د سولي عالي شورا او د افغانستان د علماو سرتاسري شورا رئیسانو، د ملي امنیت سلاکار، د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو او یو  شمېر دولتي مقاماتو هم حضور درلود.

په پیل کې د هرات والي محمداصف رحیمي د والیانو، ډګرجنرال محمدزمان وزیري د ملي اردو د منسوبینو، مل پاسوال داوود تره خیل د ملي پولیسو د منسوبینو، برید جنرال برکت الله د ملي امنیت لوی ریاست د منسوبینو، مولوي عبیدالله الکوزي د ولایتونو د علماو شوراګانو د رئیسانو، ډاکټر عبدالبشير صمیم د ولایتي شوراګانو او محمد صدیق علي یار د سولې ولایتي شوراګانو د رئیسانو په استازیتوب خبرې وکړې.

دوی د اوربند او سولې پروسې په اړه دجمهوررئیس د نوښت هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د اوربند د مدیریت په اړه بشپړ چمتووالی لري.

جمهوررئیس د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه تر هغې چې طالبانو اوربند ته مثبت ځواب نه وي ویلی، د پخوا په څېر دې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د اوربند مشخصات د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د مشترک دستورالعمل له مخې د هېواد ولایتي ادارو ته استول شوي دي. #

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ