افغانستان

طالبانو په فاریاب کې هم ۷۱ تنه بندي عسکر خوشي کړي دي / ویډیو

(نن ټکی اسیا):

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ زمري، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته وویل چې دوی نن د عرفات په ورځ د خپل مشر شیخ هبة الله اخوندزاده په امر او لوی اختر په مناسبت ۷۱ تنه بندي عسکر خوشي کړل.

نوموړي ویلي چې دغه عسکر د فاریاب ولایت د غورماچ په ولسوالۍ کې د چینايي کمپ په نامه قرارګاه څخه په دې وروستیو کې نیول شوي وه.

د قاري یوسف په وینا د دوی جنګیالیو د یادې قرارګاه څخه ټول ۸۶ تنه عسکر نیولي وه، چې د هغو څخه یې ۱۵ تنه ټپيان وو، تر نیول کېدو سمدستي وروسته ټپي عسکر هغه ورځ د تداوي لپاره خوشي او خپلو کورنیو ته وسپارل شول، خو پاتې ۷۱ تنه عسکر یې نن د دوشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خوشي شول.

نوموړي یوه ویډیو هم نن ټکی اسیا ته را استولي او زیاته کړې چې د دوی دعوت او ارشاد مسؤول مولوي عزیز الرحمن د عسکرو تر خوشي کولو وړاندي هغوی ته وینا وکړه او غوښتنه یې ځیني وکړه چې بیا دي د امریکایانو سره د خپل هیواد په اشغال کې مرسته نه کوي.

باید وویل شي چې طالبانو تېره ورځ د یوې اعلامیې په نشرولو سره وعده کړې وه چې دوی د عرفات په ورځ د لوی اختر په مناسبت او د خپل امیر په حکم په سلګونو بندیان خوشي کړي.

طالبان نن د کندهار په ښورابک کې د صداقت شرکت ۲۹ تنه بنديان خوشي کړل چې اکثره یې د شرکت ساتونکي، انجینران او کارکوونکي وه، طالبان ویلي وه چې دغه کسان یې د دولتي عسکرو سره د همکارۍ په تور نیولي وه.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: طالبانو په فاریاب کې هم ۷۱ تنه بندي عسکر خوشي کړي دي / ویډیو