حضرت ځاځي او مجیب افغانستان په ښکلې لومړۍ بریا ونازاوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ په لومړۍ نړیواله شل اوریزو سیالۍ کې افغانستان ایرلینډ ته د ۱۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان لوبډلې لخوا حضرت الله ځاځي په توپوهنه، مجیب الرحمن او راشد خان په توپ اچونه کې ښه وځلېدل چې افغانستان لوبډله یې په ایرلینډ کې په ښکلې لومړۍ بریا ونازوله.

ننۍ سیالۍ په لومړي سر کې د وورښت له کبله وځنډیده، خو وروسته ایرلینډ لوبډلې پچه وګټله، افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، خو لوبه ۱۸ اورونو ته راښکته شوه.

افغانستان لوبډلې د حضرت الله ځاځي په چټکې او برق رفتار توپ اچونې ښه پېل وکړ، نوموړي هغه مهال نیمه سلیزه ووهله، چې د افغانستان ټولې منډې ۵۹ وې، او ورسره ملګري شهزاد محمدي ۴ منډې جوړې کړې وې.

حضرت ځاځي په خپلو پیاوړو مټو توپوهنې ته دوام ورکړ، چې وروسته د سیمي سینګ په توپ کیچ اوټ شو، نوموړي په ۲۲ توپونو نیمه سلیزه، او په ټولو ۳۳ توپونو یې د ۶ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مرسته ۷۴ منډې جوړې کړې.

همدا ډول محمد شهزاد ۲۹، اصغر افغان ۳۱، نجیب الله ځدراڼ ۷، محمد نبي ۷، سمیع الله شینواري ۱، عثمان غني ۱، راشد خان او افتاب عالم په کومه منډه جوړولو بریالي نشول، په پای کې یې ایرلینډ لوبډلې ته په ۱۸ اورونو کې د ۹ ویکټو په سوځېدلو ۱۶۱ منډې هدف وټاکه.

افغانستان لوبډلې د حضرت الله ځاځي له سوځېدو وروسته په وروستي ۱۱ اورونو کې یوازې ۷۱ منډې جوړې کړې او ۷ لوبغاړی یې له لاسه ورکړل، چې وروستي ۵ لوبغاړي یې د ۱۰ منډو په جوړولو وسوځېدل.

په ځواب کې د ایرلینډ لوبډلې لومړي توپوهونکي مجیب ځدراڼ شاټ وهلو ته پرینښودل، پخپل لومړي اور کې یې یوه او په دویم اور کې یې بله ویکټه وسوځوله، چې د سر تکړه لوبغاړي یې له مخې لرې کړل.

وروسته سټرلینګ او ویلسن څه اندازه ملګرتیا وکړه خو په زیاتو منډو جوړولو ونه توانېدل، همدا ډول یې ویکټې له لاسه ورکړې چې په وروستي وخت کې راشد خان او افتاب عالم د هدف په دفاع کې د پام وړ توپ اچونه وکړه، او د ۱۶ منډو په توپیر یې سیالۍ وګټله.

د افغانستان لخوا مجیب ځدراڼ په ۳ اورونو کې یوازې ۱۴ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول، فرید ملک او محمد نبي ۱-۱، افتاب عالم ۲ او راشد خان د ۳۵ منډو په بدل کې ۳ لوبغاړي وسوځول.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ په تېرو شپږو شل اوریزو سیالیو کې شپږ واړه افغانستان ګټلي، ددوی ترمنځ دویمه شل اوریزه سیالۍ راتلونکې چهارشنبه د اګست په ۲۲مه نېټه ترسره کیږي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: حضرت ځاځي او مجیب افغانستان په ښکلې لومړۍ بریا ونازاوه

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

ننګرهار: امریکایانو یوځل بیا “نهه“ تنه د کلي خلک وژلي

(کابل ټکی کام):   (کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۳۰) امریکایي ځواکونو ...