اختره راځه؛ خو پام!

لیکوال: عبد الصمد شاکر

دلته دومره بې وسي ده، چې خلک د اوبو په منځ کې له تندې مرې، د چا په یاد کې په څرګنده اوښکې تویونه جرم دی، غریبان ټوله شپه په توره تياره کې له لوږې بې هوښه پراته وي.

دلته کورونه قبرونه دي او قبرونه کورونه، ښکلي انسانان ټول په قبرونو کې دي، شیبه په شیبه ساګانې داسې ووزې، چې بیا نه دي را ستانې شوي.

دلته هره ګړۍ د وخت بادونه آلوځي تر څو ټیکري یوسي، زړونه ناویلې ترخه حقیقتونه نشي څرګندولی، د تل لپاره یې پټ ساتي.

دلته ماشومې هیلې هره شیبه ژاړیږې، له سپڅلتیا سره یو ځای د مرګ تر کومې په ډیره بې رحمۍ لیږل کیږي.

دلته داسې غريبې جونګړې شته، چې په کلونه یې د نغرۍ په چرګۍ کې ایره نده لیدل شوي.

دلته داسې کورنۍ میشتې دي، چې لا یې هم په څراغ کې تیل نشته، ډيوه یې نه بلیږي او په توره تياره کې تر سهاره د خپل ناروغ زګروي ته شپې صبا کوي.

اختره راځه؛ خو…!!

دلته نړۍ هغه وږې هدیره ده، چې مړښت یې نشته او تل یې په دې پار خوله وازه نیولې وي، چې ګوندې د یو مړي لاش یې څوک په خوله کې ور ګوزار کاندي.

دلته لمر د غم، خفګان او تراژيدۍ داسې تکرار دی، چې هر سهار په راختلو سره د درد څړیکې را ویښې کړي او هر ماښام په تللو کې خوښۍ ټولې کا او توره هیبتناکه تیارې وپاشي.

دلته تش په نوم روڼا هیڅ مانا نه لري، نه پکې د هجران لپاره مهجور خمار شته او نه پکې د وصال لپاره مسرور کیفیت.

دلته د جبر ځواک قانون بلل کیږي.

دلته قانون هغه ړوند انصاف دی، چې همیش لپاره یې د ظالم غاړه له ګلونو ډکه کړې او د مظلوم په غاړه کې د دار مرګونې کړۍ اچولې.

دلته عدل داسې قوي لاس دی، چې تل یې د وږي له ګوتو څخه ډوډۍ تروړلې ده او د مړو په پښو کې یې غورزولې ده.

دلته تهذیب هم داسې بې قیضې اس دی، چې ځواکمن ورباندې سپور ځغلي او کمزوری یې د پښو لاندې رغړي.

دلته نړۍ لکه دوه مخي ډمه، کله چې په یوه سترګه خاندي؛ نو په بله سترګه بیا ژاړې.

دلته انسان بدلیږي را بدلیږي، په یو وخت کې ګل شي او په بل وخت کې اغزۍ.

دلته انسانان په سهار کې لکه سپينه پریښته را پیدا شي؛ خو تر ماښام چې رسي بیا هغه څه تر سره کا لکه تور شیطان.

دلته د پرمختګ قاصد د اور بڅرې او د زهرو ذرې اوروي، دی غواړي، چې د مينې په نوم جوړ شوي کاينات لولپه کړي او د ادم زامن د خپلو عقدو په اور کې وسوځوي او د حوا لوڼه د خپل هوس قرباني کړي.

دلته هر زورور داسې وحشي دی، چې خپل ضمیر یې وژلی او دا لاره د اوصولو مشال ګڼي.

دلته اوصول د زورورو له خواهشاتو جوړ شوی قانون او دوی د دغه قانون غښتلي علمبرداران دي.

دلته کمزوری اواز جرم دی، دا عصر د هغو ملکیت دی، چې خوراک یې دوايي ادم د زامنو هډونه دي، خلافت د هغو میراث دی، چې د خپلو وروڼو په وژنه لاس بري وي، خوښي او راحت د هغو تقدیر دی، چې معصوم عصمتونه لوټلای شي.

نو اختره! پام کوه، چې دا ارمانونه لاهو نکړي او دا اسویلي بې څه ونه ګڼې او دلته د بې خبرۍ له امله ازار وهلی نشي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: اختره راځه؛ خو پام!

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

پاکستاني چارواکي: سعودي ته مو په اقتصادي دهلیز کې د شاملېدو بلنه ورکړې

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري وایي، سعودي عربستان ته یې ...