خبرونه عجیبې غریبې

له مرګه وروسته ژوند په اړه تازه ساینسي څېړنه

تاند- له یوه تازه راپور سره سم چې د دوشنبې په ورځ /اګست ۲۰ خپور شو، ساینسپوهان ادعا کوي چې اروا د انسان له مرګه وروسته د کوانتوم په مقیاس (کمي مقیاس) ژوند ته دوام ورکولی شي.

د بریتانیا د ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، ساینسپوهان له ډېر پخوا څخه هڅه کوي چې دې پوښتنې ته ځواب ومومي چې«ایا له مرګه وروسته ژوند شته؟» خو اوس ساینسپوهان ادعا کوي د انسان شعور نه مري؛ یوازې یې بدن مري.

د یو شمېر ساینسپوهانو په باور وروسته له دې چې د انسان بدن له منځه ځي د کوانتوم میکانیزم شعور پرېږدي چې ژوند ته دوام ورکړي.

په همدې منځ کې سره له دې چې ساینسپوهان لا هم ډاډه نه دي چې شعور دقیقاً څه دی، د امریکا د ایرزونا پوهنتون استاد او څېړونکی ستوارت هېمروف او د بریتانیا فزیکپوه سر روجر پینروز باور لري چې دا یوازې د کوانتوم په کچه زېرمه شوي معلومات دي.

دواړه وايي، دا پروسه « Orchestrated Objective Reduction» نومېږي او زیاتوي چې ښيي چې د پروتینو پر بنیاد د انسان د حجرو د جوړښت برخه یا مایکروټیوبلیس (microtubules) کوانتومي معلومات انتقالوي.

ډاکتر هینروف د دې موضوع په توضیح کې وايي:«راځئ چې داسې ووایو، زړه ودرېده، ورپسې وینه درېږي؛ مایکروټیوبلیس خپل کوانتومي حالت له لاسه ورکوي.

په مایکرو ټیوبلیس کې کوانتومي معلومات له منځه نه ځي، دا له منځه تللی نه شي، او یوازې نړۍ ته خپرېږي.»

دی زیاتوي«که دوی ژوندي پاتې نه شي او ناروغ ومري، ممکن دا کوانتومي معلومات له بدنه دباندې موجود واوسي، ښايي په نامحدود ډول د یوې اروا په توګه.»

د جرمني د مکس پلانک انستیتیوت (Max Planck) د فزیک پخواني ريیس ډاکتر هانس پیتر دور (Dr Hans-Peter Durr) پخوا ویلي و«موږ دلته او اوس انګېرو چې دا نړۍ په حقیقت کې یوازې په مادي کچه (حد کې) ده چې د درک وړ ده.

تر دې ورهاخوا یو بې نهایت واقعیت دی چې خورا ستر دی چې زموږ نړۍ پکې ریښه لري. په دې ډول زموږ ژوند په دې چوکاټ کې وجود لري چې دا وخت له مرګه وروسته دنیا راچاپېره کړی دی.

«بدن مړ دی، خو معنوي کوانتومي میدان لا هم دوام لري. همدا ده چې زه تل ژوندی یم.»


کېدای شي دا مطلب د ډېرو لپاره ډېر واضیح نه وي خو ګوندي څه نا څه ترې ترلاسه کړي. د لیکنې ځینې اصطلاحات لکه “>کوانتوم تعریف او توضیح ته اړتیا لري او له بلې خوا زموږ د ژبې په شمول د اکثرو ژبو لمن د پرمختللیو ساینسي مطالبو لپاره تنګه ده. هغوی چې په انګلیسي پوهېږي اصلي مطلب یا لاندې ویدیو ته دې مراجعه وکړي او زموږ سره دې هم د دې مطلب په لا ښه رسولو کې مرسته وکړي. (تاند)

سرچینه: تاند