افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت: د مسکو له بلنې وروسته به په غونډه کې د ګډون او نه ګډون دریځ روښانه کړي

(سپوږمۍ راډیو):

د بهرنیو چارو وزارت: د مسکو له بلنې وروسته به په غونډه کې د ګډون او نه ګډون دریځ روښانه کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان په اړه په مسکوکې د کیدونکې څواړخیزې غونډې په اړه ورته د روسیې له خوا رسمي بلنه نده رسیدلې او کله چې دغه بلنه ترلاسه کړي بیا په دې اړه چې ایا پکې ګډون کوي کنه خپل رسمي دریځ اعلان کړي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف د دوشنبې په ورځ د روسیې انترفاکس آژانس ته ویلي چې مسکو به دوه اونۍ وروسته د سپټمبر په ۴ د افغانستان په اړه د څو اړخیزې غونډې کوربه وي چې طالبانو ته هم پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې او هغوی هم منلې ده. په دې غونډه کې د سیمې ګڼ هېوادونه برخه اخلي، د رسنیو د معلوماتو له مخې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر لوړ رتبه مرکچي شیرمحمد عباس ستانکزی به هم په غونډه کې ګډون وکړي. وسله والو طالبانو تراوسه د مسکو د غونډې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.