افغانستان

د ترکیې ولسمشر: د لیرې د رالوېدو اصلي لامل پر دغه هېواد اقتصاد حمله ده

(سپوږمۍ راډیو):

د ترکیې ولسمشر: د لیرې د رالوېدو اصلي لامل پر دغه هېواد اقتصاد حمله ده

د ترکیې ولسمشر وایي، داچې د لیرې ارزښت په وروستیو ورځو کې ډیر رالویدلی اصلي علت یې د دې هیواد پراقتصاد حمله ده. رجب طیب اردوغان په یوې ثبت شوې وینا کې، په هیواد کې روانو اقتصادي ستونزو ته په اشاره که څه هم د کوم مشخص هیواد نوم وانخیست خو ویې ویل چې هغوی چې په ترکیه کې یې مالي بحران ته لمن وهلې هدف یې د ترکیې او د دې هیواد د وګړو په ګونډو کول دي خو ترکیه دا توانایي لري چې ځان له دغه بحرانه وباسي. د ترکیې د پیسې ارزښت د بهرنیو اسعارو په تیره بیا د امریکایي ډالرپه وړاندې په وروستیو ورځو کې وروسته له هغې په بیساري توګه را ولوید چې واشنګټن پرانقرې د المونیمو او اوسپنې پرصادراتو ګمرګي تعرفې زیاتې کړي.د دواړو هیوادونو اړیکې په ترکیه کې د یوه امریکایي پادرې د توقیف او د انقرې له خوا له مسکو څخه د اس ۴۰۰ ډوله هوایي مدافعې راکټونو د اخیستو په ګډون د ځنیو نورومسایلو پرسرخرابې شوي دي. انقرې ویلي چې امریکایي پادري اندروکریګ برنسن یې د تروریزم په تورنیولی چې که مجرم وپیژندل شي د ۳۵ کلونوبند سزا به ورکړل شي.