افغانستان

ارګ ته نیږدې راکټونه لګېدلې دي

(سپوږمۍ راډیو):

ارګ ته نیږدې راکټونه لګېدلې دي

په کابل ښار کې ارګ ته نږدې د اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته پنځه راکټونه توغول شوي دي. د کابل ١٠١ اسمايي زون قومندانۍ وياند حشمت ستانکزي، وایی، چې نن سهار څه باندې ٩ بجې د دوهمې حوزې اړوند اماني لېسې ته څېرمه يو راکټ توغول شوى دى. ده زياته کړه، دا پېښه تلفات نه لري، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي. خو د پېښې ځاى ته نږدې عيني شاهدان وايي چې په ياده سيمه کې ټول پنځه راکټونه توغول شوي دي. دغه راکټونه د سهار کابو نهو بجې هغه مهال چې ولسمشر محمد اشرف غني د لوى اختر تر لمانځه وروسته په خبري کنفرانس کې خبرې کولې او د اختر مبارکي يې ويله، وتوغول شول. ولسمشر په هماغه شېبه کې وویل، چې افغان ولس یو ژوندی ولس دی او هېڅ کله به د ښمن راکټونو ته سر ټیټ نه کړي.